کله چې افغانستان په لومړي ځل په ۲۰۰۵ کال کې د بوټان له لوبډلې سره یو ځای د سویلي آسیا د فوټبال لوبو ته ورګډ شو، ډیرو خلکو د دوی فوټبالي وړتیاوو ته د شک په سترګه کتل. حتی په وروستیو کلونو کې هم د افغانستان لوبډله په یادو سیالیو کې چندان ونه ځلیده او له خپله ځانه یې د (جدول د پای) د لوبډلې نوم ایسته نه کړای شو. خو په را وروستو کلونو کې د افغانستان لوبډلې وکولی شول چې په خپلو پایلو سره نړیوال هک پک کړي او په ۱۳۹۲ کال د جنوبي آسیا په سیالیو کې تر اتلولي وروسته یادې لوبډلې د ډیرو خلکو په زړونو کې ځای خپل کړ.

افغانستان په ۱۳۹۲ کال کې د سیالیو په ب ګروپ کې د مالدیف، سریلانکا او بوټان لوبډلو سره یو ځای شوی وو. مالدیف په همدې کال په ډیر ښه فورم کې وو، په یوه سیالۍ کې مالدیف وکولای شول چې سریلانکا ته د ۱۰-۰ په پایلې سره ماتې ورکړي. لکه څنګه چې تمه کیده افغانستان په ګروپي سیالیو کې د دوهم مقام په خپلولو سره د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره پیدا کړه.

په نیمه پایلوبه کې چې د نیپال په وړاندې تر سره شوه، د احمدي یوازینی ګول د افغانستان لپاره کافي وو چې پایلوبې ته خپل ټکټ تر لاسه کړي. په پایلوبه کې افغانستان له هندوستان سره مخامخ شو. له دې نه یو کال مخکې په همدې لوبه کې افغانستان د هندوستان له لاسه د ۴-۰ په پایلې سره ماتې خوړلې وه. خو په را روان کال کې د تاریخ بیا تکرار نه شو؛ افغانستان وکولای شول چې  د آزادزوی او احمدي په ګولونو سره هند ته ماتې ورکړي او په لومړي ځل د سویلي آسیا د فوټبال په سیالیو کې اتلولي تر لاسه کړي. افغانستان په دې بریا سره په سویلي آسیا کې یو له غوره لوبډلو څخه یاد شو او د فوټبال نړۍ ته يي دا وښودله چې افغانستان را روان دی.

د تېرو لوبو اتلان چې کله یو ځل بیا سږ کال یادو لوبو ته ورځي، له دوی سره به د تیرو لوبو تجربې ډیره مرسته وکړي چې یو ځل بیا په یاد ټورنمنټ کې ښې لاس ته راوړنې ولري. افغانستان بهپه همدې سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د بنګله دیش په وړاندې تر سره کړي.