ټاکل شوې ده چې افغانستان د سویلي آسیا د فوټبال اتلولیو په پایلوبه کې د هندوستان کوربه لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي. دا لوبه به د ټریوانډرم په لوبغالي کې په زیات شمیر کې د فوټبال مینه وال ځان ته جلب کړي. دا د آسیا د فوټبال په اتلولیو کې د دواړو لوبډلو سر په سر دریمه پایلوبه ده چې دواړې لوبډلې په کې ګډون کوي. 

هندوستان د سریلانکا او نیپال لوبډلو په ماتولو سره وکولای شول چې د دې لوبو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. د نیمه پایلوبې په یوې ښکلې لوبې کې هندۍ لوبډلې وکولای شول چې مالدیف ته د ۳-۲ په پایلې سره ماتې ورکړي. 

افغانستان بیا خپلې ټولې ګروپي سیالۍ په آسانۍ سره ګټلې دي. د افغانستان لوبډلې وکولای شول چې د بوتان او بنګله دیش په وړاندې آسانه بریاوې تر لاسه او په دې سره یې نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړه. په نیمه پایلوبه کې افغانستان د ۵-۰ په پایلې سره سریلانکا ته ماتې ورکړه او په دې سره يې د یاد ټورنمنټ پایلوبې ته لاره پیدا کړه. 

هندۍ لوبډلې د خپلو مهمو لوبغاړو په نه شتون کې وکولای شول چې ښې لوبې تر سره او د ټورنمنټ پایلوبې ته ځانونه ورسوي. د هندوستان مشر روزونکي سټیفین کانسټانټین په خپلو ځوانو لوبغاړو باور وکړ او په ځواب کې دې ځوانو لوبغاړو هم په زړه پورې لوبه تر سره کړه. له لالیانزولا چانګټي ماسیوا چې په خپلې ښکلې لوبې يې د زرګونو مینه والو زړونه وګټل د هند نورو ستورو لکه رولینګ بورګاس او هلي چرن نظري هم ښکلې لوبې تر سره کړې دي. 

د اتلولیو مدافعینو هم تر دې دمه د لوبې په ټولو اړخونو کې ښه ځلیدلي دي او په ځانګړې توګه د دوی بریدګرې کرښې په خپلو لوبو سره شور او زوږ جوړ کړی دی. په دفاعي کرښې کې لوبیدونکي لوبغاړي لکه مسیح سیغاني، مصطفی حدید او حسن امین هم د ځانګړې یادونې حقداران دي چې دوی وکولای شول په خپلو ښکلو لوبو سره د دې ټورنمنټ تر ټولو کامیابه دفاعي کرښه جوړه کړي. لوبډلمشر فیصل شایسته بیا د ډګر په منځنۍ کرښه کې په وار وار ښکلې لوبې تر سره کړې دي او نورو لوبغاړو هم له ده سره ښه همکاري کړې ده. خیبر اماني تر دا مهاله د څلورو ګولونو په تر سره کولو سره د ټورنمنټ مخکښ ګول وهونکی دی او په پایلوبه کې به دی هم هڅه کوي چې  د خپلو ګولونو شمېره لا پسې زیاته کړي. 

په تیرو دوو ټورنمنټونو کې د افغانستان او هندوستان لوبډلو په پایلوبه کې لوبه کړې ده چې په ۲۰۱۱ کال کې هند وکولای شول چې د ۴-۰ په پایلې سره افغانستان ته ماتې ورکړي خو په ۲۰۱۳ کال کې بیا افغان لوبډلې وکولای شول چې د ۲-۰ په پایلې سره خپل غچ واخلي. د سږ کال لوبه به له تیرو کلونو څخه نوره هم په زړه پورې په دې وي چې افغان لوبډلې په تیرو دوو کلونو کې ډیر پرمختګ کړی دی او له بلې خوا هندۍ لوبډلې بیا په خپل ترکیب کې ځوانو لوبغاړو ته موکه ورکړې ده چې لوبه يي لا زیاته په زړه پورې کړې ده. 

دا په زړه پورې لوبه نن مازیګر ۵:۳۰ بجې په ژوندۍ بڼه له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه مه هیروئ.