د افغانستان او سکاټلنډ ترمنځ سیالۍ د ۱۳۹۴ د چنګاښ په ۲۱ نېټه په ژوندۍ بڼه د لمر ټلویزیون له لارې، وروسته له غرمې ۵ بجې خپرېږي. اسکاټلنډ د کوربه‏توب له امتیاز څخه برخمن دی ځکه چې دا سیالۍ د اسکاټلنډ په پلازمیه، ایندبرګ، ښار کې په لاره اچول کېږي. دا سیالۍ د دواړو لوبډلو

لپاره ډېر ځانګړی ارزښت لري، ځکه چې افغانستان په دې هڅه کې دی چې په "ب" ګروپ کې خپل لومړی ځای کلک کړي، په داسې حال کې چې اسکاټلنډ یوازې یوې بریا ته اړتیا لري چې په ګروپ کې د افغانستان ځای ونیسي.

د دې دوو لوبډلو ترمنځ سیالۍ تل د وړاندوینې وړ نه وي. که څه هم افغانستان د اسکاټلنډ په پرتله د ښه حالت درلودونکی دی ځکه چې د دې دوه لوبډلو ترمنځ د ترسره شویو ۸ سیالیو په ترڅ کې، افغانستان ۵ سیالۍ ګټلې دي. له دې بریاوو څخه یوه یې هغه حیرانوونکې سیالۍ وه چې د نړیوال جام د سیالیو په لړ کې ترسره شوه او «شاهپور ځدران» د هغې لوبې ځانګړی اتل و. هغه ۴ ارزښتناکې وېکټې ترلاسه کړې او همدارنګه په پایلني آور کې د توپ‏وهنې (بېټنګ) په برخه کې هم ډېر ښه وځلېده.

افغانستان خپلې تېرې ۲ لوبې د هالنډ او د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په بریالیتوب سره پای ته رسولې دي؛ افغانستان په  ۲ ښکلو سیالیو کې وتوانېده چې دې دوه لوبډلو ته ماتې ورکړي او په اوس وخت کې غواړي همدې لړۍ ته دوام ورکړي. هاخوا بیا، اسکاټلنډ اماراتو ته د ۹ ویکټو په توپیر سره ماتې ورکړه، په داسې حال کې چې په خپله دوهمه لوبه کې یې د هالنډ پر وړاندې ماتې ومنله.

دا سیالۍ، د دې دوه لوبډلو ترمنځ یوه حیراونوونکې لوبه ده، افغانستان پچه وګټله او توپ‏وهنه (بیټېنګ) یې وټاکه او د اسکاټلنډ لوبډلې لپاره ۲۱۰ منډو هدف وټاکه چې تراوسه د ۲۰ آوریز نړیوال جام په مقدماتي پړاو کې چا دومره لوړ هدف نه وو ټاکلی. په دې لوبه کې محمد شهزاد ډېر ښکلی وځلېده او په ۳۶ توپونو یې ۷۵ منډې جوړې کړې.