که ستاسو عمر د ۱۴-۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال مینه‎وال ووسی، د افغانستان روشن غوره لیګ، ستاسو لپاره یوه هیجانوونکې سیالۍ په پام کې لري چې په هغه کې دوه غوره لوبغاړي کولای شي چانس تر لاسه کړي چې د دوو اونیو لپاره د سیمې هېوادونو په یو فوټبال ښوونځي کې د فوټبال زده‎کړو ته ولاړ شي.

له دې غوره فرصت سره، دوه پایلني ګټونکي کولای شي د فوټبال نامتو روزونکو څخه، د نړیواله معیارونو سره سم، د فوټبال لوبې زده‎کړې ترلاسه کړي!

دا سیالۍ په دریو پړاوونو کې په لاره اچول کېږي او تاسو باید نورو پړاوونو ته د لارې موندنې لپاره، هر پړاو د بریا سره پای ته ورسوی:

لومړی پړاو: مقاله لیکنه (د اګسټ له ۱۹ څخه – د سپټمر تر ۱۰)

  • د لاندیني پوښتنه په اړه لږ تر لږه په ۲۰۰ کلمو کې خپل ځواب ولیکئ. تاسو کولای شی له هغې فورمې څخه ګټه واخلی چې د پاڼې لاندې اضافه شوې. پوښتنه:
  • ·          " ورزش په افغانستان کې د افراطي چلند له منځه وړنې، او د ملي یووالې ټینګښت لپاره څومره اړین کېدای شي؟"
  • ·         د دې پوښتنې ځواب باید تاسو پخپله ولیکئ.

دوهم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – لومړی پړاو (د سمپټمبر له ۱۷ څخه – د سپټمبر تر ۲۰)

  • په دې پړاو کې، ۶۸ ګډون‎کوونکي (نجوني او هلکان له هر ولایت څخه) چې وکولای شي لومړی پړاو بریا سره تېر کړي، خپل فوټبالي مهارتونه نندارې ته وړاندې کوي.
  • د دې ګډونکوونکو د هرکلۍ لپاره ۸ ځایونه چې د افغانستان د ۸ سیمو څخه استازیتوب کوي، په پام کې نیول کېږي.
  • له هرې سیمې څخه یو هلک او یوه نجلۍ پایلني پړاو کې د ګډون لپاره تاکل کېږي.

دریم پړاو: د فوټبال مهارتونو سیالۍ – دوهم پړاو (د سپټمبر له ۲۲ څخه – د سپټمبر تر ۲۶)

  • په دوهم پړاو کې د ۶۸ ګډون‎کوونکو څخه، ۱۰ غوره ګډونکوونکي د دریم پړاو لپاره ټاکل کېږي. څرنګه چې په همدې بهیر کې د افغانستان روشن غوره لیګ نیمه‎پایلني او پایلني پړاو سیالۍ هم په لاره اچولې کېږي.
  • د پایلني پړاو ګټونکي چې ۲ کسانه دي، په ژوندۍ بڼه ګټونکي اعلانېږي او د افغانستان روشن په نیمه‎پایلني او پایلني سیالیو کې هغوی ته ډالۍ ورکول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:

۱. ستاسو عمر باید د ۱۴ نه تر ۱۶ کلونو پورې وي او د فوټبال لومړني مهارتونه مو زده وي.

۲. هغه فورمه چې د دې پاڼې لاندې راغلې، باید په بشپړه توګه ډکه شي (نوم، عمر، ولایت، ښوونځی او د ټلفون شمېره). همدرانګه، د تذکرې یوه کاپي هم باید د ډکې شوې فورمې سره اضافه کړئ.

۳. هغه ګډون‎کوونکي چې بریالي کېږي، نوملړ یې د افغانستان روشن غوره لیګ په وېب‎پاڼې او نورو ټولنیزو رسنیو کې اعلانېږي.

دا خپرونه د ځوان رهبرانو او د هېواد راتلونکي هیلو لپاره په پام کې نیول شوې تر څو هغوی د پوهنې، ورزش او ټولنې کې د مثبت بدلونونو راوېستو لپاره وهڅوي. هیله‎من یو چې دا خپرونه وکولای شي د ورزش او پوهنې تر منځ اړیکه رامنځ ته کړي تر څو ځوانان وکولای شي په دې ارزښتونو پوه شي. د دې موخې په بهیر کې، د افغانستان روشن غوره لیګ غواړي د ځوانانو د شخصیت ودې لپاره فعالیت وکړي، همدارنګه د دې تر څنګ هغوی کولای شي خپل فوټبالي مهارتونو ته هم وده ورکړي.