د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په دوهمه ورځ د شاهین آسمایي او طوفان هریرود د هیجانوونکې سیالۍ وروسته، نن (د ۱۳۹۵ کال د وږې ۶ نېټه) «عقابان هندوکش»، د مرکز زون استازی، د «موج‎های آمو» پر وړاندې ځي. دا سیالۍ د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې، له غرمې نه وروسته په ۰۴:۰۰ بجو په لاره اچول کېږي. 

موج‎های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال کې، د ګڼ‎شمېر ستونزو سربېره وکولای شو د لوبو نیمه‎پایلني پړاو ته لاره ومومي. همدارنګه دې لوبډلې د فیفا – افغانستان روشن غوره لیګ مېړانې لوبې ۱۳۹۴ کال ډالۍ هم خپله کړې.  دې لوبډلې د افغانستان روشن تېر څپرکي کې، څلورم ځای هم خپل کړ. موج‎های آمو دې ځل د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څپرکې کې د بریا په هیله ګډون کړی. د ملي لوبډلې دوو لوبغاړو، قسمت احمدي او محبوب کاکړ په خدمت ګومارنه، او همدرانګه د دې لوبډلې د کپټان بدلون هغه د پام وړ بدلونونه دي چې دې لوبډلې سږ کال په خپل ترکیب کې راوېستي. په میدان کې د دې لوبډلې هدایت د هدایت الله قریش په واک کې دی. 

د میدان بلې خوا ته، عقابان هندوکش، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ کال دوهم اتل، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالیو کې ډېر کمزوری فعالیت درلود. که څه هم، ښایي چې دا لوبډله د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم څرکې کې ډېرې هلې‎ځلې وکړي. په وروستیو کې، د شاهین آسمایي دوې د پام وړ څېرې، فیصل سلطاني او عمران ولي‎زاده، د عقابان هندوکش په ترکیب کې د دې لوبډلې د کیفیت لوړوالې لپاره ځای موندلی. 

دواړې لوبډلې د فیفا له خوا د روزنولۍ جواز درلودونکي روزونکو تر لاس لاندې، په کابل کې خپل تمرینونه ترسره کړي. 

دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې  ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.