د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ ډله ییزې سیالۍ به د عقابان هندوکش او د اباسین څپې لوبې سره نن چهارشنبه د ۱۳۹۳ کال د وږې په ۱۹ نېټه ادامه ومومي. د اباسین څپې کولائ شي د دې بریا سره، د عقابان هندوکش سره مساوي شي او د دې ټیم سره د الف د ډلې د جدول په دوهم ځای کې شتون ومومي. دا د دواړو ټیمونو لپاره یوه حساسه لوبه ګڼل کېږي، که څه هم یوازې دوه غوره ټیمونه به د ډله ییزیو سیالیو څخه نیمه وروستي پړاو ته لاره ومومي. تاسو کولای شئ د دې کتنې آنلاین خبرونه د لاندینیو ټولنیزو شبکو له لارې وڅېړئ

تویتر: د افغانستان غوره لیګ، فیسبوک: د افغانستان غوره لیګ او یوتیوب: www.youtube.com/AfghanPremierLeague