د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پنځم څپرکی، د یوې هیجانوونکې سیالۍ شاهد وو. دې ګرانې سیالۍ کې، «طوفان هریرود» خپل تر ټولو پیاوړي سیال «شاهین آسمایي» پر وړاندې لوبې ته ولاړی. دواړې لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک مدعیان ګڼل کېږي. د فوټبال زرګونو مینه‎والو دا سیالۍ له نږدو څخه د فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې ننداره کړه. 

زیاتره ننداره‎چیان د شاهین آسمایي د بریال په تمه وه که څه هم په پای کې ناهیلې کور ته ولاړل. شاهین لوبه د ډېرې زیاتې واکمنۍ او د بریا په هیله پیل کړه. دې لوبډلې خپل ملي‎اغوستونکو لوبغاړو سره، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال اتلولي ترلاسه کړې وه. 

له بل پلوه، طوفان هریرود، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سیالیو کې د واکمن ځلېدنې او بریا لپاره ډېر زیات ګران تمرینونه تېر کړي وه. دې هیلې ته د رسېدو لپاره، هغوی د ملي لوبډلې ۳ لوبغاړي خدمت ته ګومارلي. 

لومړۍ نیمې کې لوبه د ډېر زیات هیجان او فشار سره پرته له هیڅ کوم ګول پای ته ورسېدل. که څه هم، فردین حکیمي، د طوفان منځنی لوبغاړی، په ۷۲ دقې کې بریالی شو چې د شاهین ګول خلاص کړي. شاهین د دې ګول جبران لپاره، خپل هڅو ته دوام ورکړ مګر له خواشینۍ سره بریالی نه شو چې دا غوښتنه بښپړه کړي. وروسته له ۸۶ دقې څخه، دا محمد رفیع بارکزی، د طوفان غوره منځنی لوبغاړی وو چې خپلې لوبډلې لپاره یې پایلنی ګول ترلاسه کړ. دا ګول د دې لامل شو چې طوفان خپل د بریا په اړه ډاډه شي. 

د لوبې سرشمېرنې او ارقامو ته پاملرنې سره، دواړو لوبډلو په مساوي توګه توپ او میدان په واک کې درلود. د طوفان دوه لوبغاړي د څارونکي له خوا ژړ کارټونه ترلاسه کړه. په پای کې، لوبه د ۰ – ۲ پایلې سره د طوفان په ګټې پای ته ورسېدل. 

دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې  ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.