د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې نن د شاهین آسمايي لوبډلې وکولای شول چې د ۳-۰ په پایلې سره د طوفان هریرود لوبډلې ته سخته ماتې ورکړي. دې بریا د شاهین آسمايي مینه وال یو ځل بیا د عقابان هندوکش په وړاندې د هغوی له خواشینوونکې ماتې وروسته هیله مند کړي دي.

د لوبې له شروع کیدو څخه پنځه دقیقې وروسته شاهین آسمايي وکولای شول تر څو خپل لومړی ګول تر سره کړي. رضا الله یاري د یوه ښکلې لنډ پاس په اچولو سره د حشمت بارکزي لپاره موقع برابره کړه تر څو دا ګول تر سره کړي. دې امتیاز د شاهین آسمایی لوبډلې اعتماد نور هم زیات کړ او له وخت نا وخته حملو سره سره يي خپله دفاعي لیکه هم په امن کې وساتله.

د لوبې په څلویښتمه دقیقه کې حشمت الله بارکزي د ښکلیو ډریبلونو په ترسره کولو سره توپ د طوفان له پښو څخه را وایست او د طوفان د دروازي په لوري يي شوټ کړ. که څه هم ګول تر سره نشو خو دې حرکت د شاهین مینه وال په زوږ او شور کې راوستل.

په لومړۍ نیمايي کې بیا طوفان ونه شو کولای د شاهین لپاره ډیر سرخوږی جوړ کړي. که څه هم د لومړۍ نیمايي په پای کې رفیع بارکزي د آزادي ضربې په وسیله د ګول وهلو یو ښه چانس درلود خو نوموړي ونه شو کولی له دې چانس څخه ګټه واخلي.

د لوبې په اته شپیتمه دقیقه کې سمیع الله محمدي، سلیم سیفي ته پاس ورکړ او په دې سره شاهین خپل دوهم ګول تر سره کړ. له دې ګول څخه یو څو شېبې وروسته شاهین آسمايي د لوبې په ۷۰ مه دقیقه کې خپل دریم ګول هم تر سره کړ.

شاهین د دې پایلې په ګټلو سره ننۍ لوبه په غښتلې توګه پای ته ورسوله او خپلو مینه والو ته یي یو ځل بیا نوې هیلې پیدا کړې.

د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په څلورو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.
همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).