پوې هیجانوونکې سیالۍ کې، «شاهین آسمایي» وکولای شو یوې حیاتي بریا ته لاسرسۍ ومومي. هغوی وکولای شو د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۱۲ نېټه، د «اباسین څپې» لوبډله د افغانستان فوټبال فډراسیون لوبغالې کې د بې‎سارې ۵ – ۰ پایلې سره مغلوب کړه. دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ډېره اړینه ګڼل کېده ځکه چې دې میدان کې بریا، وروستي پړاو ته د لارې موندنې لپاره یو ډېر اړین ګام وو. 

دا لوبه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ دوهمې اونۍ شپږمه لوبه وه. 

شاهین لوبه پر خپل نفس باندې ډېر زیات اعتماد سره پیل کړه. د پلازمېنې استازې وکولای شو په ۲۸ دقې کې د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړي، دې ګول د لوبې په ډګر کې هغوی ته لا زیات ډاډ ورکړ. په دوام کې، سید ناصر حسیني، د شاهین منځني کرښې لوبغاړي، وکولای شو د یوې حیرانوونکي ګول سره، د خپلې لوبډلې دوهم ګول خپل په نوم ثبت کړي. 

لوبه د ۲ – ۰ پایلې سره د شاهین آسمایي په ګټې پای ته ورسېدل مګر دوهمه نیمه د طلایي اغوستونکو لپاره بېل وه. د لوبې په ۵۴ دقې کې، امرالدین شریفي د سر له یوې ضربې سره، د اباسین څپې ګول د دریم ځل لپاره خلاص کړ. مګر دا ۳ ګولونه هم کافي نه وه، امان الله سرداري او حشمت الله بارکزي د لوبې په وروستي شېبو کې څلورم او پنځم ګول هم ترسره کړ، او له دې سره یې شاهین پر خپل بریا ډاډه کړ. 

څرنګه چې ښکاره شوه د اباسین څپې ډېر کمزوری ځلېږي، د هغو بریدونو هیڅ کومه ګټه نه درلوده. سربېره پر دې هم د لوبې په لومړي نیمې کې یې ډېره ښه سیالۍ وکړه، بیا هم هغوی په هیڅ ګول بریالي نه شوه. د ختیځ استازې د دې لوبې د ماتې څخه مخ‎نیوي لپاره خپل بشپړې هلې‎ځلې وکړې مګر د هغو دا غوښتنه هیڅ کومه ګټه نه درلوده. هغوی دوهمه نیمه ډېر په دفاعي حالت کې پیل کړه. د دې لوبډلې روزونکي د نورو احتمالي ګولونو څخه د مخ‎نیوي لپاره، په دوهمې نیمې کې خپل ګول‎ساتونکی تعویض کړ مګر دې تعویض هم کومه ګټه نه درلوده. 

د سرشمېرنو پر بنسټ، لبه په بې‎سارې توګه د شاهین آسمایي په واک کې وه. څرنګه چې لوبه ۶۵ سلنه د هغو په واک کې وه. د لوبې د غوره لوبغاړي ډالۍ هم امرالدین شریفي، د شاهین منځني کرښې لوبغاړې ته ورکړل شوه. 

تاسو کولای شئ دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د سیاليو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره، د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.