د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال پایلنې سیالۍ، د ۱۳۹۵ کال د تلې په ۹ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې د «شاهین آسمایي» او «د میوند اتلان» تر منځ په لاره واچول شوه. شاهین، د پلازمېنې او میوند د افغانستان د سهیل او سهیل‎ختیځ حوزو استازي دي. څه د باندې ۵۷ سلنه افغانان، لږ تر لږه ۱۸.۶ میلونه کسان، د نړۍ ګوټ ګوټ کې د نورو هېوادوالو سره د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې له لارې، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ پایلنې سیالۍ شاهدان وه. همدارنګه، د فوټبال ۷۰۰۰ مینه‎وال، دا سیالۍ په مستقیمه توګه د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې ننداره کړه. 

څرنګه چې تمه کېدل، پایلنې سیالۍ یوه ډېره هیجانوونکې او ګرانه سیالۍ وه او د لوبې لومړۍ نیمه پرته له کوم ګول څخه پای ته ورسېدل. د دې هیجانوونکې او سترې سیالۍ پیلوونکی شاهین وو، هغه لوبډله چې د خپل نامتو سیال پر وړاندې د بریا لپاره ډېره واکمنتیا درلوده. مګر د شاهین پلویان ډېر ژر په دې پوه شوه چې د طلایي اغوستونکو پر وړاندې د نن ورځې سیالۍ د پنځم څپرکې یو له تر ټولو ګرانو سیالیو څخه ده. 

شاهین په لومړۍ نیمې کې د ګڼ‎شمېر فرصتونو سره د دې چانس درلود چې وکولای شي تر خپل سیال مخ ته شي. حشمت الله بارکزی، د شاهین بریدکوونکی، د لومړي ګول ترسره کونې لپاره د یو فرصت په تمه وو مګر د دې لوبغاړي زیات واټن لرونکي شاټونه هیڅ یو د ګټې وړ نه شوه. د شاهین زیاتره واکمني او همدارنګه د دې لوبډلې د لوبغاړو پیاوړي شاټونه د دې لامل شوه تر څو په لومړي ۴۵ دقو کې د لوبې تله د شاهین په ګټې درنه شي مګر بیا هم هغوی و نه شو کولای هیڅ کوم ګول ترلاسه کړي. د میدان بلې خوا ته، د میوند ګول‎ساتونکی، قیوم څپاند، د خپل ډېر غوره چلند سره د شاهین د ګولونو څخه مخ‎نیوی کاوه. 

دوهمه نیمه د زیاتره هیجان سره پیل شوه، په داسې حال کې چې اتلان لږ کمزورې ښکارېدل، شاهین له خپل هر برید سره لا زیات خطرناکه ښکارېدل. په ۵۱ دقې کې، د جریمې په سیمه کې د میوند د یو مدافع تېروتنه د دې لامل شوه چې امرالدین شریفي د پنالټي شاټ سره د دې لوبې لومړی ګول ترسره کړي. له دې ګول سره، د شاهین لوبغاړي ډېر زیات واکمن شوه که څه هم په ۵۷ دقې کې، د لوبې څارونکي د شاهین د مدافع تېروتنې له امله میوند ته د پنالټي شاټ ورکړ او سید ابراهیمي، د میوند لوبغاړي وکولای شو له دې چانس څخه په ګټې اخیستنې د لوبې مساوي ګول ترسره کړي. په دوام کې، شاهین وکولای شو د امرالدین شریفي له یو ډېر غوره غچي شاټ سره ۲ – ۱ پایلې ته ورسېږي، داسې یو شاټ چې څپاند و نه شو کولای په هیڅه توګه ترې مخ‎نیوی وکړي. 

د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ هیلې بشپړ کونې لپاره میوند خپل ټوله ځواک پر خپل بریدکوونکو باندې ووېشی او د ضد بریدونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یې بشپړې هلې‎ځلې وکړې خو دا تلن‎لاره د هغو لپاره د ګټې وړ نه شوه. په پای کې اتلان د ۱ – ۲ پایلې سره د شاهین پر وړاندې ماتې وخوړل او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوهم اتل سرلیک سره یې قناعت وکړ. 

له دې اتلولۍ سره، شاهین د دریم ځل لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ اتل په توګه خپل نوم ثبت کړ. 

دا سیالۍ په بشپړه توګه او همدارنګه د سیالۍ د پام وړ لنډ کلیپونه د افغانستان روشن غوره لیګ په یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague کې د لاسرسۍ وړ ده. همدارنګه، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال بهیر په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د www.afghanpremierleague.com وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.