شاهین آسمایي، د افغانستان روشن ۱۳۹۳غوره لیګ د افتتاحیه لوبې په اړینې پېښې کې د افغانستان د فوټبال فدراسیون د لیدونکو د شتون پر مهال، د اباسین څپې ټیم ته ماته ورکړه.

د افغانستان روشن غوره لیګ د تېر کال اتل د څلورو ګولونو په توپیر سره (۵-۱) سیالۍ خپله کړه. امرالدین شریفي په اتمه دقه کې، لومړی ګول ترسره کړ. حشمت الله بارکزي او مصطفی افشار، دواړو د شاهین آسمايي په ګټه دوه دوه ګولونه ترسره کړل.

د کابل ټیم د سیال په پرتله د لازیاتو شوټونو (۱۵-۴) او په زیاته کچه د لوبې په درلودو  سره (۷۰٪ - ۳۰٪)، دا لوبه پرته له کومې ستونزې، پای ته ورسوله.

نواز ځاځي د لومړۍ نیمې د پای ته رسېدو څخه مخکې په ۴۴ دقه کې، یو ګول ترسره کړ. د اباسین څپې ټیم به د دې ګول په ترسره کولو سره، په نورو لوبو کې د لازیاتو ګولونو د ترسره کولو لپاره هڅه وکړي.

که غواړئ د لوبې غوره شېبې ووینئ، د ورځې د پېښو ځانګړې صحنې لاندې وګورئ: