د پکتیا ولایت په مرکز، ګردېز ښار کې د ځینو تازه ناامنیو له امله د افغانستان روشن سیمه‏ییز ټورنمنټ (شین لوبغالی) د اباسین څپې د لوبډلې د ترکیب ټاکلو لپاره د افغانستان له سهیل څخه کابل ته ولېږدول شو. د خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزنی، او میدان وردګ ولایتونو لوبغاړي د ۴ ورځنیو حیرانوونکو لوبو لپاره پلازمېنې ته سفر وکړ. دا ټورنمنټ د غبرګولي له ۲۶ تر ۲۹ پورې د کابل ښار په غازي لوبغالي کې ترسره شو.

د پکتیا لوبډلې د اتلولۍ سرلیک خپل کړ او د دې سیالیو د غوره لوبغاړي ډالۍ د خوست لوبډلې څخه د محمد رقیب غوره کړنو له امله هغه ته ورکړل شوه.

بویر لیګام بیردیوف، تاجکستانی روزونکي چی د فیفا او د آسیا فوټبال کنفدراسیون د روزنی سند له ځانه سره لري، او د افغانستان د فوټبال فډراسیون لوړ پوړو چارواکو د اباسین څپې لوبډلې لپاره ۱۳ نوي لوبغاړي وټاکل.

په داسې حال کې چې «څپه» د موج معنا ورکوي، د اباسین څپې لوبډله نه ده بریالۍ شوې چې په تېرو ۴ څپرکو کې ښې څپې نندارې ته وړاندې کړي.

تاسو کولی شئ د افغانستان روشن سیمه‏ییز ټورنمنټونه (شین لوبغالی) د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې پنجشنبه د شپې ۱۰:۳۰ بجې وګورئ. همدارنګه تاسو کولی شئ د افغانستان روشن غوره لیګ وروستني خبرونه د دې لیګ له وېب‏سایټ او یا هم نورو ټولنیزو شبکو له لارې تعقیب کړئ (وڅارئ).