پنجشنبې، د ۱۳۹۵ کال د زمري ۷ نېټه – کابل: د افغانستان روشن غوره لیګ د ویاړ سره اعلانوي چې د پامیر ګروپ شرکت د افغانستان روشن غوره لیګ سره ملحق شوی او د «رسمي شریک» په توګه یې د افغانستان روشن غوره لیګ سره د درې‎کلنې همکارۍ تړون‎لیک لاسلیک کړی. 

 

د دې موضوع د رسمي اعلان په موخه، د افغانستان روشن غوره لیګ د پنجشنبې په ورځ، د ۱۳۹۵ کال د زمري په ۷ نېټه د افغانستان فوټبال فډراسیون کې مطبوعاتي کنفرانس په لاره واچوی. 

ښاغلي سید علي کاظمي، د افغانستان فوټبال فډراسیون د عامه اړیکو مسئول د پامیر ګروپ شرکت څخه درناوی وکړ چې د دریو راتلونکو کلونو لپاره یې د افغانستان روشن غوره لیګ د «رسمي شریک» په توګه برخه واخیستل. د پامیر ګروپ شرکت څرګنده کړه چې د خپل سوداګریزو موخو تر څنګ، په هیواد کې د ورزش ملاتړ کوونکو څخه هم دی. 

ښاغلي آرش بارز، د پامیر ګروپ استازي وویل: « د پامیر ګروپ شرکتونو په استازیتوب، د افغانستان روشن غوره لیګ پنځم پړاو د پیل په اړه د دې خپرونې مینه‎والو ته مبارکي وایم. له نېکمرغۍ سره د پامیر ګروپ شرکت د ورزش او هنر په برخې کې تل مخکښ څرګنده شوی او دا موضوع یې د افغانستان روشن غوره لیګ ملاتړ سره په ښه توګه څرګنده کړې ده.»

 

ښاغلي هاشم رسولي د افغانستان روشن غوره لیګ د عامه اړیکو مسئول وویل: « موږ ډېر خوشاله یو چې هر کال د هېواد خصوصي سکټور د افغانستان روشن غوره لیګ څخه خپل ملاتړ ښکاره کوي. د فوټبال پرلپسې وده د خصوصي سکټور پرته د امکان وړ نه ده. د افغانستان روشن غوره لیګ د زړه له کومې د پامیر ګروپ شرکت څخه د فوټبال ملاتړ لپاره منندویي کوي. موږ هیله‎من یو چې په راتلونکي کلونو کې د خصوصي سکټور د لا زیات ملاتړ شاهدان ووسو.»

 

د پامیر ګروپ په اړه: 

د زلال موفق صنعتي شرکت چې د پامیر ګروپ له شرکتونو ټولګې څخه دی، د دوو میلیون ډالرو پانګې سره په ۱۳۸۱ کال کې د هرات په صنعتي شهرک کې د زلال معدني اوبو له تولید سره خپل کار پیل کړ. د بازار د غوښتنو سره سم، چې د بې‎سارې ودې ښکارندویي کوي، دا شرکت ژمن شو چې د زم‎زم څښاک، د زمرد څښاک، د ماني څښاک، د مېوې اوبو جوس او د پارټي انرژي په څېر نور بېلابېل محصولات هم بازر ته وړاندې کړي. د ۴۰ ډول موټرسېکلونو تولید او مونتاژ سره، په ۱۳۹۰ کال کې د عالي کیفیت او نړیواله معیاري ستنډرډونو درلودو لپاره، د زلال موفق شرکت وکولای شو د HACCP، ISO 9001، ISO14001، ISO22000، G.MP، OHS AS18001، او HALAL سرټیفیکېټونه ترلاسه کونې سره زموږ د ګران هېواد ویاړ لا زیات کړي.