د افغانستان روشن ۱۳۹۳ غوره لیګ په دریمه سیالۍ کې، د عقابان هندوکش ټيم د ۵ – ۲ پایلې سره د موج های آمو ټیم ته ماته ورکړه. لوبه په پوره توګه د یوې سیالۍ په توګه مخ ته تله تر دې چې د لوبې د پای په پاتو ۱۳ دقو کې، د آمو د لوبغاړو په منځ کې ستړیا په ډاګه ښکارېده او د درې ګولونو د منلو لامل شوه.

دواړه ټیمونه د ۱ – ۱ ګول پایلې سره اضافه وخت ته لاړل چې د عقابان هندوکش په ګټه د دې لوبې ګولونه د عبدالصبور اسیر او د موج های آمو ټیم په ګټه د برید کوونکي لوبغاړي مسعود له خوا ترسره شول

په بشپړه توګه په دوهمه نیمه کې ۵ ګولونه ترسره شول. انور اکبري دوه ځلې د عقابان هندوکش په ګټه ګول وهنه وکړه چې لومړی ګول په ۵۰ دقه کې د پنالټي ضربې او دوهم ګول په ۷۸ دقه کې د یوې قوي ضربې له امله دروازې ته دننه شو. د عقابان هندوکش ټیم برید کوونکو لوبغاړو زمري سالنګي او رضا رضایي هر یوه د یوه ګول په وهلو سره، د دې ټیم امتیازونه پوره کړل. د موج های آمو ټیم برید کوونکي لوبغاړي لعل پاچا وکولائ شول چې د لوبې په ۵۷ دقه کې د خپل ټیم لپاره ګول وهنه وکړي.

د سیالۍ په لړ کې لوبغاړو ته په ټوله ییزه توګه څلور زیړ کارتونه ورکړل شول. عبدالصبور اسیر د لوبې په ۶۷ دقه کې لومړی زیړ کارت ترلاسه کړ. وروسته له هغې لعل پاچا، د موج های آمو ټیم څخه بشیر او مجیب الله وروستي کارتونه ترلاسه کړل.

که غواړئ د سیالۍ غوره شېبې ووینئ، د ورځې د ځانګړو شېبو لاندې وګورئ