د افغانستان روشن غوره لیګ د سیمه اییزو ټورنمنټو په لړ کې دا ځل په لویدیځ ولایت هرات کې د شنه لوبغالي لوبې د طوفان هریرود لوبډلې ته د ۲۶ غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه په هرات ښار کې تر سره شوې. دا لوبې د مۍ میاشتې له شپږمې تر نهمې نیټې پورې تر سره شوې چې د یادې لوبډلې لپاره تر ټولو غوره استعدادونه وټاکل شي. 

په دې ټورنمنټ کې د انصاري، سرخ پوشان، فراه، صرافان هرات، بادغیس او غور لوبډلو ګډون کړی وو. 

دا ټورنمنټ سږ کال د هیجاني لوبو شاهد وو چې ټولې لوبې د فیفا او د فوټبال د آسیايي کنفډراسیون د لیسنس لرونکي روزونکې ښاغلي بایر ایګمبردیوف له خوا تر قضاوت لاندې ونیول شوې، له ده سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیئت هم ملتیا کوله تر څو د طوفان هریرود لوبډلې ته تر ټولو غوره استعدادونه وټاکي. په دې لوبو کې رحمت الله خیرخواه د غوره لوبغاړي جایزه تر لاسه کړه. 

سږ کال د طوفان هریرود لپاره د دوی غوره بریدګر لوبغاړی حمیدالله کریمي هم راستون شوی دی. حمیدالله کریمي یوازې په لومړي پړاو کې د طوفان هریرود لپاره لوبه تر سره کړه چې له هغه وروسته ټپي شو، ویل کیږي چې د کریمي ټپونه رغیدلي دي او دی به سږ کال یو ځل بیا د طوفان هریرود په ګټه لوبه تر سره کړي. 

که څه هم تر اوسه لا د ۲۱ کسیزې لوبډلې د ټاکلو لپاره وخت شته خو د ۱۱ نویو څیرو په راوستلو سره د طوفان هریرود لوبډله د سږ کال په ټورنمنټ کې د ښو لوبو وړتیا له ځان نه ښودلی شي. 

تاسو کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه یا د شنه لوبغالي لوبې د پنجشنبې په شپو له ۹ بیا تر ۱۰ بجو له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه وګورئ. همدارنګه د دې لوبو په اړه د لا ډیرو معلوماتو او خبرونو لپاره کولای شئ زموږ د خواله رسنیو پاڼو ته هم  سر ورښکاره کړئ.