که څه هم طوفان هریرود وکولای شول په ننۍ لوبه کې سیمرغ البرز ته د ۳-۲ په پایلې سره ماتې ورکړي خو دوی و نشو کولای چې د افغانستان روشن غوره لیګ د څلورم پړاو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي.

ننۍ لوبه او د هغې پایلې د میوند اتلانو لوبډلې ته لاره هواره کړه تر څو د شاهین آسمايي په پلونو پل کیږدي او په دې سره له ب ګروپ څخه دوهمه لوبډله شوه چې د دې سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي.

د لوبې په ۲۵ دقیقه کې رحمت الله خیرخواه د طوفان په ګټه لومړی ګول تر سره کړ، یو څو شېبې وروسته نوموړي د لوبې په ۳۱ دقیقه کې د طوفان هریرود دوهم ګول هم تر سره کړ او په دې سره د طوفان هریرود لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې له سیمرغ البرز څخه ۲-۰ مخکېوالی تر لاسه کړ.

سیمرغ البرز د لومړۍ نیمايي په اولو شیبو کې څو هڅې وکړې خو د پاتو ۴۵ دقیقو لپاره د دوی د دفاع لیکې خپل ځان نه شو سره راټولولای او د دوی بریدګرې لوبډلې هم لازم ډسپلین نه درلود.

د لوبې په ۵۲ مه دقیقه کې منیرالحق ندیم په یوې قوي ضربې سره د سیمرغ البرز لومړی ګول تر سره کړ. ده همدا راز د لوبې په ۵۶ مه دقیقه کې هڅه وکړه تر څو د سیمرغ دوهم ګول هم تر سره کړي خو توپ یوازي د طوفان د دروازې له پورتني لرګي سره ولګیدو او کوم ګول تر سره نه شو.

د سیمرغ له لومړني ګول وروسته ټولې لوبې ځان ته یو نوی رنګ پیدا کړ او لوبغاړو هم په لا ډیرې چټکتیا سره لوبې ته ادامه ورکړه.

د لوبې په ۸۰ مه دقیقه کې د لوبې ریفري د طوفان هریرود لوبډلې ګول ساتونکې ته یو سور کارت ورکړ او په دې سره ۱۰ کسیز طوفان مجبوره وو تر څو د وروستیو لسو دقیقو لپاره له سیمرغ سره مبارزه وکړي.

د لوبې په ۸۷ مه دقیقه کې غلام یعقوبي د طوفان لپاره دریم ګول تر سره کړ. په همدې وخت منیرالحق ندیم د لوبې په ۸۹ مه دقیقه کې وکولای شول د سیمرغ دوهم ګول هم تر سره کړي.

د طوفان هریرود ننۍ بریا کافي نه وه تر څو طوفان وکولای شي د سیالیو نیمه پایلوبو ته لاره پیدا کړي. د دوی د تفاوت منفي دوه وو په داسي حال کې چې د میوند اتلانو تفاوت صفر وو، په دې سره میوند اتلانو د لوبو بل پړاو ته لاره پیدا کړه.

 د دې فصل ټولې لوبې د مازیګر په درې نیمو بجو پیل کیږي.

تاسو کولای شئ دا لوبې د لمر، طلوع، آراکوزیا او ارمان اف ام راډیوګانو له لارې تعقیب کړئ.

همدارنګه د یوټیوب له لاري په ژوندۍ بڼه دا لوبې د لیدو وړ دي.
www.youtube.com/afghanpremierleague).