د افغانستان روشن غوره لیګ د شنه لوبغالي پنځم پړاو د کابل په ولایت کې د وري میاشتي په ۱۹ مه نیټه په غازي لوبغالي کې پیل شو. سږ کال د تیر په پرتله ډیرو لوبډلو په دې ټورنمنټ کې ګډون کړی وو چې یادو سیالیو ته يي لا زیات رنګ ور په برخه کړ. دې کار همداراز ډیرو زیاتو لوبغاړو ته دا زمینه برابره کړه تر څو د خپلو فوټبالي استعدادونو په ښودلو سره د ټاکونکې کمیټې پاملرنه ځان ته واړوي او په پای کې وکولای شي د شاهین آسمايي لوبډلې ۲۶ کسیزې لوبډلې ته لاره پیدا کړي. د تیر کال برخلاف سږ کال په دې ټورنمنټ کې یوولسو لوبډلو برخه اخیستې وه دا په داسې حال کې ده چې تیر کال په کابل ولایت کې یوازې څلورو لوبډلو په همدې سیالیو کې برخه اخیستې وه. سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ په دې توانیدلی تر څو له تاجکستان هیواد څخه د فوټبال تکړه روزونکی چې د فیفا د الف لایسنس درلودونکی ده، یادو سیالیو ته راوبولې تر څو په اتو مختلفو زونونو کې د فوټبال تر ټولو غوره استعدادونه وټاکي. سږ کال به له ښاغلي بایر ایګمبردیوف سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون ټاکونکی پلاوی هم ولایتونو ته سفرونه وکړي تر یادو لوبډلو ته ښه استعدادونه په نښه کړي. سږ کال د کابل په شنه لوبغالي کې د میوندُ جوانان کابل، جوانان پنجشیر، فروزي، اردو، بیګ بیر، امرخیل، استقلال، سباوون، جوانان اردو او سره میاشت لوبډلو ګډون کړی وو چې ټولټال ۲۲ لوبې يې یو د بل په وړاندې تر سره کړي. 

د یادولو وړ ده چې سږ کال د کابل د شنه لوبغالي د کابل ولایت خپرونه د غويي په درویشتمه نیټه د طلوع او لمر ټلویزیونونو له لارې خپره شوه.