د افغانستان روشن غوره لیګ د سیمه اییزو ټورنمنټو په لړ کې دا ځل په شمالي ولایت جوزجان کې د شنه لوبغالي لوبې د سیمرغ البرز لوبډلې ته د ۲۶ غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه په شبرغان ښار کې تر سره شوې. دا لوبې د مۍ میاشتې له یوویشتمې تر څلورویشتمې نیټې پورې تر سره شوې چې د یادې لوبډلې لپاره تر ټولو غوره استعدادونه وټاکل شي. 

د فاریاب د فوټبال کلب وکولای شول چې د دې لوبو اتلولي تر لاسه کړي او همدارنګه محمد نسیم مرادي د دې ټورنمنټ د غوره لوبغاړي په توګه وپیژندل شو. دا ټورنمنټ سږ کال د هیجاني لوبو شاهد وو چې ټولې لوبې د فیفا او د فوټبال د آسیايي کنفډراسیون د لیسنس لرونکي روزونکې ښاغلي بایر ایګمبردیوف له خوا تر قضاوت لاندې ونیول شوې، له ده سره د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیئت هم ملتیا کوله تر څو د سیمرغ البرز لوبډلې ته تر ټولو غوره استعدادونه وټاکي.

سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ د جوزجان ولایت په شنه لوبغالي کې د بلخ ولایتي لوبډلې ګډون نه وو کړی چې دا چاره به په ا صلي ټورنمنټ کې د سیمرغ البرز په لوبو منفي تاثیر ولري. خو له دې سره سره د دوی په ترکیب کې د ډیرو نویو لوبغاړو لوبیدل د دې هیلې ژوندۍ کوي چې سیمرغ البرز به سږ کال د نورو کلونو په پرتله په اصلي ټورنمنټ کې له ځانه ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي. 

حکمت الله مرادي، قادر توانا، رومان صادقي او امید نصیب د سیمرغ البرز هغه ځلیدونکي ستورې دي چې سږ کال به یو ځل بیا د سیمرغ البرز لوبډلې په ګټه خپله لوبه تر سره کړي. 

تاسو کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه یا د شنه لوبغالي لوبې د پنجشنبې په شپو له ۹ بیا تر ۱۰ بجو له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه وګورئ. همدارنګه د دې لوبو په اړه د لا ډیرو معلوماتو او خبرونو لپاره کولای شئ زموږ د خواله رسنیو پاڼو ته هم  سر ورښکاره کړئ.