د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د لومړۍ بریا لپاره، سیمرغ البرز او د سپین غر بازان یوې هیجانوونکې سیالۍ کې د یو بل پر وړاندې ودرېدل. لوبه په ژوندۍ بڼه د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال سندرې ترسره کونې سره پیل شوه. د فوټبال ګڼ شمېر مینه‎وال په دې بهیر کې خپل د ملاتړ او خوشالیانو شریکونې لپاره د دې لوبې نندارې ته راغلي وه. د دې دواړو لوبډلو لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د لومړۍ سیالۍ بریا ډېره اړینه ګڼل کېږي. 

«د سپین‎غر بازان»، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د اتلولۍ سرلیک ساتونکی، لوبه خپل د لوبغاړو پر وړتیا او خپل تېرې اتلولۍ باندې ډاډ سره پیل کړه. که څه هم، څو دقو وروسته «سیمرغ البرز» وکولای شو خپل د غوره لوبې، او د فیاض عزیزي له‎خوا د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اصلي بهیر کې خپل لومړی ګول ترسره کړي. د څو پر لپسې بریدونو سره، د لومړي ګول یوازې څو دقو وروسته، امېد نصیب وکولای شو د البرز دوهم ګول سر ته ورسوي. زیاتره ننداره‎چیانو داسې فکر کاوه چې د دې میدان بریا، د سیمرغ البرز ده. 

مګر د سپین‎غر بازان هلې‎ځلې او لوړ همت د دې لامل شو چې هغوی وکولای شي ډېر ژر د سیمرغ البرز دوهم ګول وروسته د هغو یو ګول ته ځواب ورکړي. غلام نیازي، هغه کس وو چې و یې کولای شو خپل د لومړي ګول سره د خپلې لوبډلې واکمنتیا بیاځلي تضمین کړي. په دوام کې، شفق ایوبي، د سپین‎غر بازان بریدکوونکی، دوهم ګول ترسره کړ او د لوبې پایله یې مساوي کړه. 

د لوبې د سرشمېرنې پر اساس، سیمرغ البرز ۵۲ سلنه او د سپین‎غر بازان ۴۸ سلنه لوبه په واک کې درلوده. ښایي چې د سپین‎غر بازان د ۲ ژړو کارټونو ترلاسه کونې سره خپل د سیال په پرتله، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په پیلني سیالۍ کې له غوصې نه ډک چلند نندارې ته وړاندې کړ. د کارپوهانو له خوا د لوبې ارزونې وروسته، سید مقصود هاشمي، د سپین‎غر بازانو منځنی لوبغاړی، د میدان غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو. هاشمي د ډالۍ ترلاسه کونې وروسته وویل: «موږ وروستي سیالیو کې لا هم ښه ځلېږو.»

سیمرغ البرز او د سپین‎غر بازان دې اړینې سیالۍ کې خپل د بریا لپاره بشپړې هلې‎ځلې وکړې مګر لوبه د ۲ – ۲ پایلې سره پای ته ورسېدل. 

دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې  ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.