د سولې او سپورټ ټولنه چې د فرانسې په موناکوي ښار کې موقعیت لري د ۲۰۱۶ کال د ټولنیز مسؤولت جایزه موبي ګروپ ته ورکړه.

 دغه بنسټ اعلان کړی چې دغه جایزه یې په افغانستان کې د سپورټ له لارې د سولې او عامله پوهاوي د پياوړتیا لپاره موبي ګروپ ته ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې د افغانستان روشن د فوټبال غوره لیګ د پنځم پړاو سیالۍ په بریالۍ توګه ترسره شوې.

 د افغانستان روشن د فوټبال غوره لیک کمېشنر او په افغانستان کې د موبي ګروپ رییس شفیق ګوهري د دغې جایزې د اخیستو لپاره فرانسې ته سفر کړی او د دغې جایزې د ورکړې مراسمو په وینا کې ویلي چې افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د نړۍ تر ټولو ځوان نفوذ لري او د سپورټي سیالیو په لارو اچولو سره لکه د افغانستان روشن غوره لیګ،موبي ګروپ هڅه کوي ترڅو د یو بل منلو او صبر اصل د هېواد په ځوانانو کې پلې کړي.

 شفیق ګوهري وايي:«افغانستان یو هغو هېوادونو څخه دی چې تر ټولو ځوان نفوذ لري،له سپورټي نوښتونو لکه د افغانستان روشن غوره لیګ په هڅه کې دي ترڅو د یو بل منلو فرهنګ ارزښتونه د ځوانانو په منځ کې دود کړي.»

ښاغلي ګوهري په دې اړه وویل:«د افغانستان د فوټبال فډراسیون په هېواد کې د نورو شریکانو په مرسته،د افغانستان روشن غوره لیګ یې په ۲۰۱۲ کال کې تاسیس کړ.د دغو سیالیو له لومړي پړاو څخه وړاندې روشن په افغانستان کې د یوه مخکښ مخابراتي شرکت په توګه د دغه لیګ د اصلي ملاتړي په توګه کړی کړی دی.»

 د دغه لیګ ټولې سیالۍ د طلوع او لمر ټلوېزیونونو او همدارنګه آرمان او اراکوزیا راډیوګانو له لارې په نېغه توګه خپرې شوي دي. په ضمن کې تاسو کولای شئ د دې سیالیو په زړه‎پورې او غوره شېبې د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) له لارې ننداره کړئ. د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په اړه د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د (www.afghanpremierleague.com) وېب‎پاڼې ته مراجعه وکړئ.