نن د ۱۳۹۵ کال د وږې ۵ نېټه، د فوټبال مینه‎وال د یوې هیجانوونکې سیالۍ نندارې لپاره د افغانستان فوټبال فډراسیون ته راځي چې په ژوندۍ بڼه هم خپرېږي. «شاهین آسمایي»، د پلازمینې استازی له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو خپل د پیاوړي سیال، «طوفان هریرود» پر وړاندې ځي. دا سیالۍ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال دوهمه لوبه ده. ټاکل شوې چې د دې هیجانوونکې سیالۍ لپاره د فوټبال زرګونه مینه‎وال د فډراسیون لوبغالې ته راشي. 

دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ډېره ګرانه ګڼل کېږي ځکه چې دواړې لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ مدعیان دي. دا لوبه، په پنځم څپرکې کې د شاهین او طوفان لومړې سیالۍ ده. ښایي چې دواړو لوبډلو په ډېره لوړه کچه چمتووالې اخیستې او خپل د نظر وړ ترکیب کې یې ځای موندلی. داوړو لوبډلو د افغانستان ملي لوبډلې څخه ځینې لوبغاړي په خدمت ګومارلي څرنګه چې ۶ ملي اغوستونکي د شاهین  او ۳ ملي اغوستونکي د طوفان لپاره توپ‎وهنه کوي. 

د دواړو لوبډلو لوبغاړي د فیفا جواز لرونکو روزونکو تر لاس لاندې غوره تمریني پړاوونه تېر کړي. شاهین او طوفان هغه یوازیني ټیمونه دي چې پر مصنوعي چمن باندې یې د تمرین ډېر زیات چانس درلود. د هرات ولایت نوې لوبغالې څخه د طوفان لوبډلې خپل د ګټې لپاره کار واخیست. 

دا لوبې په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوپ پاڼې  ((www.youtube.com/afghanpremierleague له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي.