د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزۍ د ۱۳۹۸ کال، د وږې میاشتي په ۳۰ مه نیټه، د افغانستان غوره لیګ د اتم څپرکې اتل (طوفان هریرود) او نایب اتل (شاهین آسمایي) لوبډلو سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وکتل. 

په دغه کتنه کې، ولسمشر د افغانستان غوره لیګ اتم فصل د بریالیتوب سره پای ته رسونې لپاره خوښي څرګنده کړه او دا یې په هیواد کې د فوټبال د کچې په لوړولو کې یو ښه او مؤثر ګام وباله. 

سر بیره پردې، ښاغلي ولسمشر ژمنه وکړه چې په هیواد کې به ټولو ورزشي برخو او په ځانګړي توګه فوټبال ته وده ورکړي. 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون رییس ښاغلي محمد یوسف کارګر د ورزش او په ځانګړي توګه د فوټبال په برخه کې د افغان حکومت له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه او ملاتړ څرګند کړ.

په پای کې، د دواړو لوبډلو د هرې لوبغاړې لپاره د ۵۰۰۰۰ افغانیو نقدی جایزې ژمنه وشوه.