د افغانستان روشن ۲۰۱۴ غوره لیگ تر ټولو اړینه پېښه پنجشنبه، د آګست په ۲۸ نېټه د مازدیګر په ۰۴:۰۰ بجو د تېر کال اتل، شاهین آسمایي او اباسین څپې تر منځ لوبې سره، پیلېږي. لوبه به په ژوندۍ بڼه د افغانستان فوټبال فدراسیون څخه د زرګونو مینه والو او میلیونونو ټلوېزیوني لیدونکو له شتون سره، خپره شي.

همدارنګه مینه وال کولائ شي دا لوبه په آنلاین توګه د افغانستان روشن غوره لیګ د یوتیوب رسمي پاڼې څخه وویني: http://www.youtube.com/user/afghanpremierleague

ډله ییزې سیالۍ به د روان کال د سپټامبر تر ۱۹ نېټې پورې دوام ولري. د هرې ډلې دوه غوره ټیمونه به نیمه وروستي پړاو ته لاره ومومي. وروستۍ لوبه د روان کال د اکټوبر په ۳ نېټه، هغه ورځ چې د افغانستان روشن ۲۰۱۴ غوره لیګ اتل د اتلولۍ لقب خپل کوي، په لاره اچول کېږي.