د سیمرغ البرز او د سپین‎ غربازان هیجانوونکې سیالۍ، نن له غرمې نه وروسته په ۰۳:۰۰ بجو د افغانستان فوټبال فډراسیون په لوبغالې کې په لاره اچول کېږي. 

د فوټبال مینه‎ وال د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د پرانېستنې محفل وروسته د سیمرغ البرز او د سپین‎غر بازان تر منځ د یوې هیجانوونکې سیالۍ په تمه دي. ښایي چې دواړې لوبډلې د دې څپرکې لپاره د ښه چمتووالو څخه برخه‎من دي. که څه هم، داسې ښکاري چې د سپین‎ غربازان د سیمرغ البرز په پرتله د دې سیالیو د بریا او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۴ کال سیالیو اتلولۍ سرلیک ساتنې لپاره ډېر زیات هیله‎من او ډاډه دي. 

له دې سره، په دې اړه قضاوت کونې لپاره تر اوسه وختي دی چې د سپین‎ غربازان وکولای شي خپل د تېر کال اتلولۍ سرلیک وساتي، ځکه چې د هغو پر وړاندې د افغانستان روشن غوره لیګ نوروزي ټورنمنټ اتلان ولاړ دي. سیمرغ د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۳ سیالیو بهیر کې د یوې غوره لوبې سره وکولای شو د دې ټورنمنټ ګټونکی شي. دا لوبډله د بریا هیلې سره هڅه کوي تر څو وکولای شي د فوټبال فډراسیون لوبغالې کې د دې سیالیو اصلي بهیر په لومړۍ ورځې کې د پام وړ فعالیت ښکاره کړي. 

سیمرغ البرز ډېر ښه چانس راوړ چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال په الف ډلې (د مرګ ډله) کې شتون نه لري. که څه هم د هېواد شمال حوزې استازی د دې څپرکې په لومړي پړاو کې، د سپین‎غر بازان پر وړاندې له ډېر ستونزمن کار سره مخامخ دی. 

دا سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزوني شبکو، د آراکوزیا او آرمان اف اف راډیوګانو، او همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ یوټیوب پاڼې www.youtube.com/afghanpremierleague)) له لارې خپرېږي.