د «یو شوټ د روښانه راتلونکي لپاره» سیالۍ، د افغانستان روشن غوره لیګ یو بل ابتکاري ګام دی چې د تنکي ځوانانو (له ۱۴ نه تر ۱۶ کلن) لپاره په پام کې نیول شوی؛ هغه کسان چې غواړي په راتلونکې کې غوره فوټبالیسټان او د سولې نښه ووسي. د افغانستان روشن غوره لیګ کاري ډلې دا سیالۍ د ځوان افغان لوبغاړو د هڅونې، د هغو د شخصیتي ځانګړتیاوو او فوټبالي مهارتونو لوړوالې لپاره په پام کې نیولې تر څو هغوی وکولای شي یو روښانه راتلونکی ولري. همدارنګه، دې سیالۍ په بې‎سارې توګه، د افغان ځوانانو لپاره تر یو سیورن لاندې د پوهنې او ورزش امکانات برابر کړي، څرنګه چې هغو د دې دواړو اړخونو د ارزښت په اړه پوهاوی سره په ټولنې کې د افراطي چلند او تاوتریخوالې پر وړاندې مبارزې ته چمتو کېږي او کولای شي د خپل ځان لپاره د ژوند غوره تګ‎لاره وټاکي. د دې سیالیو د ګټونکو، یو هلک او یوې نجلۍ لپاره، د ترکیې هېواد یوې لوبغالې او یا په ډوبۍ کې د یو اسپانیایي فوټبال ښوونځي په لور دوه اوونیز سفر په پام کې نیول شوی؛ دا دواړه ښوونځي په سیمه کې د فوټبال تر ټولو غوره ښوونځي ګڼل کېږي چې زده‎کوونکي یې د فیفا مسلکي روزونکو له خوا روزل کېږي. 

ګډون‎کوونکي باید د آزموینو له بېلابېل پړاوونو څخه تېر شي تر څو وکولای شي پایلني پړاو ته ځان ورسوي. په لومړني پړاو کې، ګډون‎کوونکي د یوې آزموینې د پایلو پر اساس وټاکل شوه چې په هغه کې ګډون‎کوونکو د ځینې ځانګړي پوښتنو په اړه خپل ویناوې وړاندې کړي وې لکه «ورزش د افغانستان ملي یووالې ټینګښت، د افراطي چلند او تاوتریخوالې پر وړاندې جګړې کې څرنګه د ګټې وړ کېدای شي؟». په دې پړاو کې د ۳۰۰ ګډون‎کوونکو څخه، ۶۰ ګډون‎کوونکي وټاکل شوه. دې ټولو ۶۰ ګډون‎کوونکو ته، د فوټبال جامې ورکړل شوې او دوهم پړاو ته وبلل شوه. په دوهم پړاو کې، د افغانستان فوټبال فډراسیون روزونکو د هغو څخه یو عملي آزموینه واخیستل. د دې پړاو په پای کې، ۱۰ غوره ګډون‎کوونکي، ۵ نجوڼې او ۵ هلکان، د دریم پړاو لپاره وټاکل شوه او هر یوه ته ۵۰۰۰ افغانۍ ډالۍ ورکړل شوه. په پای کې، احمد ذکریا حسیني او آرزو رحماني د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د «یو شوټ د روښانه راتلونکې لپاره» ګټونکي اعلان شوه.