د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال، پنځم څپرکی، د ګڼ‎شمېر هیجانوونکي سیالیو او په زړه‎پورې شېبو سره یو ډېر د پام وړ ټورنمنټ وو. د افغانستان روشن غوره لیګ، د ځوان لوبغاړو لپاره یو غوره فرصت ګڼل کېږي چې په ترڅ کې یې هغوی کولای شي خپل فوټبالي مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي څرنګه چې وروسته کېدای شي د ملي لوبډلې په ترکیب کې د هغو څخه ګټه واخیستل شي. 

په یوې رسنیزې غونډې کې چې د ۱۳۹۵ کال د وږې په ۱۵ نېټه ترسره شوه، د افغانستان فوټبال فډراسیون مسئولین – ښاغلی کرام‎الدین کریم، د فډراسیون رییس، محمد یوسف کارګر، د فډراسیون تخنیکي مرستیال، سید علي‎رضا آقازاده، د فډراسیون مشر منشي، د پنځم څپرکې څخه د ملي لوبډلې لپاره د غورو لوبغاړو ټاکنه اعلان کړه. د لوبغاړو ټاکنې لړۍ د یوې مسلکي کمیټې له‎خوا ترسره شوه چې د افغانستان فوټبال فډراسیون له‎خوا د دې کار لپاره ګومارل شوې وه. د دې لوبغاړو د پوهنې او روزنې مسئولیتونه به د افغان مسلکي روزونکو پر غاړه وي. 

دې کمیټې د ملي لوبډلې پیاوړتیا لپاره، د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال، پنځم څپرکې څخه لاندیني لوبغاړي غوره کړي دي: 

-امرالدین شریفي د شاهین آسمایي 

-فیض فیضي د میوند اتلان 

-اېمل ګریوال د عقابان هندوکش 

-فردین حکیمي د طوفان هریرود 

-حمید الله وکیلي د طوفان هریرود 

-قسمت احمدزۍ د موج‎های آمو 

-عبدالمنان عظیمي د میوند اتلان 

-سید محمد هاشمي د شاهین آسمایي 

 د افغانستان روشن غوره لیګ سیالۍ او په‎زړه پورې شېبو نندارې لپاره تاسو کولای شئ د www.youtube.com/afghanpremierleague یوټیوب پاڼې ته مراجعه وکړئ. همدارنګه د پنځم څپرکې انځورونو نندارې لپاره تاسو کولای شی د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې afghanpremierleague.offical ته مراجعه وکړئ او د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال د پېښو په اړه لا زیات معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د www.afghanpremierleague.com وېب‎پاڼې څخه لیدنه وکړئ.