د افغانستان روشن غوره لیګ د سیمه اییزو ټورنمنټو په لړ کې دا ځل په ختیځ ولایت ننګرهار کې د شنه لوبغالي لوبې د سپین غر بازانو لوبډلې ته د ۲۶ غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه په جلال آباد ښار کې تر سره شوې.

 دا ټورنمنټ د اپریل له ۲۸ مې بیا د مي تر دوهمې نیټې پورې د جلال آباد په ښار کې په لاره اچول شوی وو. په یاد ټورنمنټ کې د ننګرهار الف، ننګرهار ب، نورستان او لغمان ولایتي لوبډلو ګډون کړی وو.  

ټاکل شوې ده سږ کال د افغانستان روشن غوره لیګ په پنځم پړاو کې د سپین غر بازان لوبډله له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي؛ دوی تیر کال وکولای شول د خپلو لوبو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ مقام تر لاسه کړي. سږ کال له تاجکستان هیواد څخه د فوټبال تکړه روزونکی ښاغلی بایر ایګمبردیوف د ننګرهار ولایت ته سفر وکړ تر څو د بازانو لپاره تر ټولو غوره استعدادونه وټاکي. ښاغلی بایر ایګمبردیوف د فیفا او د فوټبال له آسیایی کنفډراسیون څخه د روزنې معتبر سندونه لري. له ده سره یو ځای د افغانستان د فوټبال فدراسیون هیئت هم ملتیا کوله تر څو په ګډه د سپین غر بازانو لوبډلې لپاره تر ټولو غوره لوبغاړي وټاکي.  

تیر کال د سپین غر بازانو په اتلولي کې د دوی دروازه ساتونکي احمد ذهیب اصیل او لوبډلمشر فهیم افګار مهم رول ولوباوه. سږ کال د دې لوبډلې په ۲۶ کسیز ترکیب کې یو ځل بیا دا دوه نامتو لوبغاړي شتون لري. همدرانګه سږ کال د دې لوبډلې په ترکیب کې ۱۶ نویو لوبغاړو ته هم ځای ورکولی شوی دی. که څه هم تر اوسه لا د ۵ لوبغاړو برخلیک نه دی معلوم شوی خو د خپل منځي لوبو په ترڅ کې به معلومه شي چې کوم لوبغاړي د ۲۱ کسیزو لوبغاړو لیست ته لاره پیدا کوي.  

د سپین غر بازانو لوبډلې تیر کال وکولای شول چې په پایلوبه کې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته د شاهین آسمايي لوبډلې ته ماتې ورکړي. آیا دا چې سپین غر بازان به یو ځل بیا وکولای شي چې له خپلې اتلولۍ څخه دفاع وکړي که نه، هغه پوښتنه ده چې وخت به ورته ځواب ووايي.  

تاسو کولای شئ د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه یا د شنه لوبغالي لوبې د پنجشنبې په شپو له ۹ بیا تر ۱۰ بجو له طلوع او لمر ټلویزیونونو څخه وګورئ. همدارنګه د دې لوبو په اړه د لا ډیرو معلوماتو او خبرونو لپاره کولای شئ زموږ د خواله رسنیو پاڼو ته هم  سر ورښکاره کړئ.