په لومړۍ لوبه کې د اباسین څپې آسانې ماتې څخه وروسته، نن مازدیګر په ۰۴:۰۰ بجو به شاهین آسمايي د موج های آمو په وړاندې لوبه ترسره کړي

موج های آمو د افغانستان روشن غوره لیګ په سیالیو کې لاتر اوسه هم د خپلې لومړۍ بریا په لټه کې دی. د شاهین آسمايي ( د سږ کال د اتلولۍ مدافع) په وړاندې یوه بریا به، موج های آمو ته لازیاته روحیه او په خپل نفس اعتماد ورکړي تر څو وکولائ شي د دې څپرکي سیالیو ته ادامه ورکړي
شاهین آسمایي هم غواړي د خپلې لومړۍ لوبې په څېر، په دې څپرکي کې د دوهمې بریا په هیله ډګر ته پښه کېږدي

 په ژوندۍ بڼه د دې لوبې په اړه د لازیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، تاسو کولای شئ لاندینیو ټولنیزو شبکو ته مراجعه وکړئ

تویتر: د افغانستان غوره لیګ،  فیسبوک: د افغانستان غوره لیګ او یوتیوب: https://www.youtube.com/user/afghanpremierleague