د افغانستان روشن غوره لیګ شینلوبغالی د افغانستان روشن غوره لیګ د پیل زیری دی چې په افغانستان کې د فوټبال لومړنی مسلکي لیګ دی. شین لوبغالی به سږ کال له کابل څخه پیل شي تر څو د شاهین آسمایي لوبډلې ته شپږویشت غوره لوبغاړي غوره شي. دا ټورنمنټ به د وري په ۱۹ مه نیټه پیل شي او غويي تر ۳ مې نیټې پورې به د غازي سټدیوم په لوبغالي کې دوام پیدا کړي. په دې لوبو کې به یوولس لوبډلې ګډون وکړي چې د یادو لوبو پیلیدونکي مراسم به نن ماسپښین یوه بجه په کابل کې تر سره شي. د دې لوبو په جریان کې به نن د فیروزي لوبډله د میوند لوبډلې په وړاندې او جوانان پنجشیر به د جوانان کابل په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ووزي. 

د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه اییز ټورنمنټونه د افغانستان په اتو زونونو کې تر سره کیږي تر څو د دې لوبو له لارې تر ټولو ښه استعدادونه د هرې لوبډلې ترکیب ته لاره پیدا کړي. د هر زون مرکز ته به یو نړیوال روزونکی چې د آسیايي کنفډراسیون او فیفا د سند لرونکی دی او ورسره به د افغانستان د فوټبال د فدراسیون یوه هیئت به هم ورسره ملتیا وکړي. له دې لوبو وروسته به سم دستي د لوبډلو تر منځ خپل منځي لوبې تر سره شي چې له ۲۶ لوبغاړو به هرې لوبډلې ته ۲۱ لوبغاړي غوره شي. د شنه لوبغالي لومړنۍ خپرونه به د غويي په ۲۳ مه نیټه له طلوع ټلویزیون څخه خپره شي. مینه وال کولی شي د هرې لوبې حالات د افغانستان روشن غوره لیګ د ټولنیزو رسنیو له لارې تعقیب کړي. (www.afghanpremierleague.com).