د ۱۳۹۵ کال د زمري د میاشتې ۱۴ مه نېټه، کابل -  د افغانستان روشن غوره لیګ ویاړي چې، په هېواد کې د شته ستونزو سربېره، یو ځل بیا وتوانید چې د ۱۳۹۵ کال "زرغون میدان" د هېواد په اتوو زونونو کې د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتې له ۱۹ مې نېټې د ۱۳۹۵ کال د غبرګولي میاشتې تر ۲۹ مې نېټې پورې په بریالیتوب سره پای ته ورسوي او د افغانستان روشن غوره لیګ ټیمونه وټاکي. 

د افغانستان د فوتبال فدراسیون رئیس ښاغلی کرام الدین کرام وایي: "په پنځم فصل کې ډېره پاملرنه د ټیمونو نویو او ځوان لوبغاړو ته شوې ده سږ کال مسؤلینو د ځوانانو فوتبال ته ډېره پاملرنه ځانګړې کړې ده او د ډیرو شته ټیموونو څېره په پنځم لیګ کې بدله شوې ده او دا ټیمونه له نویو لوبغاړو سره د سیالۍ ډګر راځي. د چمتوالي له پلوه هم، دا فصل د تېرو څلورو فصلونو په پرتله ډېر توپير لري سږ کال ټیمونه خپل لومړني تمرینات له ۲۶ لوبغاړو سره ترسره کوي او دغه راز سږ کال موږ د افغانستان د فوتبال په غوره لیګ کې د ځوان مربیانو د شتون شاهدان یو. 

د روشن مخابراتی شرکت عملیاتي رئیس ښاغلي الطاف لدک د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل: "روشن ویاړي چې له ۱۳۹۱ کال راپدېخوا د افغانستان روشن د غوره لیګ رسمي همکار او ملاتړ کونکی دی. له دې لیګونو څخه د ملاتړ موخه یوزای دا نه ده چې ځوانان د فوتبال لوبه وکړي بلکه د بله موخه د افغانستان نوي نسل لپاره د ورزشي فرصتونو برابرول وه ترڅو هغوی وکولای شی چې له خپلو اړوندو زونونو څخه په ویاړ ملاتړ وکړي او د افغانستان ځوانان لپاره یوه ښه بېلګه ووسي."

د افغانستان روشن د غوره لیګ میشنر وایي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې د افغانستان روشن د غوره لیګ د پنځم پړاو د ټیمونو کوربه یاستو. پرته له شک څخه چې د خپلو نورو شریکانو په مرسته به پنځم فصل د تېرو کلونو په پرتله په ښه او متفاوته بڼه ترسره کړو."