نن، د ۱۳۹۵ کال د وږې ۱۵ نېټه، د افغانستان فوټبال فډراسیون غړو د یو مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې رسنیو ته د افغانستان فوټبال فډراسیون د تلن‎لارو په اړه معلومات وړاندې کړه. د افغانستان روشن غوره لیګ څخه د هیلې ملي لوبډلې ته د تکړه لوبغاړو ګومارنه، یو له هغو ټکو څخه وه چې په اړه یې دې کنفرانس کې خبرې‎اترې وشوې. دې کنفرانس کې ښاغلي کرام الدین کریم، د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس، ښاغلي یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي مرستیال، سید علي رضا آغازاده، د افغانستان فوټبال فډراسیون سکرټر جنړال، او د ولایتي فډراسیونونو غړو شتون درلود.

د افغانستان فوټبال فډراسیون ژمن دی چې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال څخه تکړه لوبغاړي د هیلې ملي لوبډلې ترکیب کې وګوماري. ټاکل شوې چې دا نوې رامنځ ته شوې لوبډله به د هیلې ملي لوبډلې لپاره د زېرمې په شان په کار وګومارل شي. د دې لوبډلې د جوړښت له اصلي لاملونو څخه یو لامل د هیلې ملي لوبډلې پیاوړې کونه ده. په دې کنفرانس کې ښاغلي کریم وویل: د دې لوبغاړو د ټاکنې لپاره یو کمیسیون په لاره اچول کېږي تر څو د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال تکړه لوبغاړي غوره کړي او وروسته به له هغو لوبغاړو څخه د افغانستان هیلې ملي لوبډلې لپاره ګټه واخیستل شي. د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس زیاته کړه چې دا لوبغاړې به کابل ښار کې د افغان روزونکو تر لاس لاندې وروزل شي او د افغانستان فوټبال فډراسیون له خوا مالي ملاتړ او پوهنېز آسانتیاوې ترلاسه کړي.

سربېره پر دې، ښاغلي یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فډراسیون تخنیکي مرستیال، د فوټبال سیالیو او همدارنګه د ولایتي فډراسیونونو رپوټونو په اړه خبرې‎اترې وکړې. ښاغلي کارګر وویل: د افغانستان فوټبال فډراسیون فعالیتونه د هېواد په ټول ولایتونو کې دوام لري او د افغانستان روشن غوره لیګ په بهیر کې د هېواد له هر ولایت او حوزې څخه د لوبغاړو شتون پخپله دا ادعا ثابته کوي. ښاغلي کارګر وویل: د افغانستان فوټبال فډراسیون په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېل ولایتونو کې د افغانستان روشن غوره لیګ سیمه‎ییزې سیالۍ او ټورنمنټونه په لاره واچول. وروسته په یو ړون بهیر کې، د دې ټورنمنټونو غوره لوبغاړو وکولای شو د افغانستان روشن غوره لیګ په لوبډلو کې د ګډون جواز ترلاسه کړي. اوس‎مهال دا لوبډلې د افغانستان روشن غوره لیګ ۱۳۹۵ کال اتلولۍ سرلیک لپاره په کابل ښار کې له یو بله سره سیالۍ کوي.

سید علي رضا آغازاده د افغانستان فوټبال فډراسیون سکرټر جنړال وویل: د ۱۳۹۱ کال راهیسې په افغانستان کې د فیفا څلور سترې پروژې عملي شوي. د افغانستان ورزشي کورنۍ د دې مرستو د اصلي ګټه‎اخیستونکو څخه ده. هغه همداراز زیاته کړه چې، افغانستان د فیفا غړي هېوادونو سره نږدې اړیکه لري.

د دې مطبوعاتي کنفرانس په پای کې، د افغانستان فوټبال فډراسیون رییس، ښاغلي کرام الدین کریم، په ځانګړې توګه له ورزش څخه د سولې او یووالې یوازینې لارې په توګه یادونه وکړه. همدارنګه، ښاغلي کریم د ټولو افغانانو څخه غوښتنه وکړه تر څو د یو روښانه راتلونکې لپاره د کوکنارو کرهنې او قاچاق پر وړاندې جګړه وکړي.