ټول افغانستان د پایلې په تمه وو، او بلاخره د قرعې ایستنې خپرونه د چهار شنبې په ورځ د ۲۰۱۴ کال د آګست په ۱۳ نېټې خپره شوه.
هېر مو باید نشي چې د پارلمان غړو هر یو ډاکټرانارکلي کار هنریار او بکتاش سیاوش د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم د مربي محمد یوسف کارګر سره د قرعې ایستنې لپاره شتون موندلی وو. د افغانستان روشن غوره لیګ د کمیشنر مرستیال سید عمر اکبر هم په دې خپرونه کې شتون درلود.

ټیمونه په دوو ګروپونو ( الف او ب) وېشل شوي ول. کله چې د ټاکنې پروسه پای ته ورسېده د الف ډله د: عقابان هندوکش، موج های آمو، شاهین آسمایي، او د اباسین څپې د ټیمونو څخه جوړه شوې وه. همدارنګه باید ووایو چې پاتې څلور ټیمه: سیمرغ البرز، طوفان هریرود، د میوند اتلان او د سپین غر بازان د ب ډله جوړه کړه. د شاهین آسمایي او اباسین څپې د ټيمونو تر منځ افتتحایه لوبه به د آګست په ۲۸ نېټه په لاره واچول شي.

دا سیالۍ به د طلوع او لمر شبکو، آرمان اف ام او آراکوزیا راډيو ګانو له لارې خپرې شي، همدارنګه د افغانستان روشن غوره لیګ د یوتیوب په پاڼې هم د لیدو وړ دي.
(www.youtube.com/afghanpremierleague).