شین لوبغالی ۲۰۱۳ وهم قسط : د سیمرغ البرز لوبغاړ ټاکنه

د افغانستان د فوټبال فدارسیون د باتجربه او پیاوړو روزنکو تر څارنې لاندې د مزار زون ۷۲ لوبغاړي په ۴ لوبډلو کې ولوبیدل چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي دسیمرغ البرز لوبډلې لپاره وټاکل شول. د غوره لیګ په لومړي پړاو کې چې په ۲۰۱۲ کې ترسره شوی و، سیمرغ البرز لوبډله ښه لوبېدلې وه او د پایلوبی پړاو ته یې لار پیدا کړې وه.