د افغانستان غوره لیګ
د افغانستان غوره لیګ
څلورم فصل
مهم رسنیز حقایق
سپټمبر ۲۰۱۵
الف) د افغانستان غوره لیګ په افغانستان کې د فوټبال لومړنی مسلکي لیګ ده چې له سپورټ او حرفه ایی ورزش څخه يي تل ملاتړ کړی او دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي. دا لیګ د لیګ د مدیریت، د لوبو د رسمي قضاوت، د استعدادونو د مدیریت، د ورزشي لوبو د نشر او د هغوی د بازار موندنې په برخه کې د ډیرو ښو تجربو په درلودلو سره د افغانستان د ورزش د مسلکیتوب لپاره کار کوي.
ب) د افغانستان غوره لیګ په لوبو کې لوبیدونکي لوبغاړي د افغانستان د سیمه اییز مارکیټ په نظر کې نیولو سره د تر ټولو غوره مسلکي لوبغاړو په اندازه معاش تر لاسه کوي.
ج) له هغه څخه مهمه دا چې د افغانستان غوره لیګ په خپل څلورم پړاو سیالیو کې ټولو لوبغاړو ته د هغوی لومړي ضرورتونه ور پوره کوي، لکه : ډوډۍ، د اوسېدو ځای، ترانسپورت او روغتیایي خدمات.
د) همدارنګه د افغانستان غوره لیګ، هغو لوبغاړو ته چې د مختلفو سپانسرانو په سوداګریزو اعلاناتو کې را څرګندیږي، مالي امتیازات په نظر کې نیولي دي.
هـ) له ټولو څخه مهمه خبره دا چې د افغانستان غوره لیګ هغو لوبډلو او لوبغاړو ته چې د دې لیګ په څلورم پړاو کې ځلیږي، لاندي نغدي جوایز په نظر کې نیولي دي:
- اتله لوبډله میاشت) ۷۵۰۰۰۰ افغانۍ
- د دوهم مقام ګټونکې میاشت) ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ
- د لوبې غوره لوبغاړی (میاشت) ۲۵۰۰۰ افغانۍ
- د لوبې غوره لوبغاړی (نیمه میاشت) ۱۰۰۰۰ افغانۍ
- د لوبې غوره لوبغاړی (د وږي میاشت) ۵۰۰۰ افغانۍ
- د لوبې غوره لوبغاړی (د تلې میاشت) ۵۰۰۰ افغانۍ
- د ټورنمنټ غوره لوبغاړیمیاشت) ۵۰۰۰۰ افغانۍ
و) د افغانستان غوره لیګ تل په دې هڅه کې دی تر څو د خپلو مالي ملاتړو (سپانسرانو) شمېر زیات کړي تر څو وکولای شي له هره پلوه ددې لوبو کیفي کچه لوړه او له بلې خوا په لیګ کې د لوبیدونکو لوبغاړو معاش زیات کړي.
ز) د افغانستان غوره لیګ دې ته ژمن دی تر څو د لیګ موده له دوو میاشتو څخه یوه کال ته لوړه کړي تر څو لوبغاړي وکولای شي د دایمي عاید او کار خاوندان شي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له موږ سره اړیکه ټینګه کړئ:
د افغانستان غوره لیګ
د تولنیزو رسنیو برخه
[email protected]
(+93) 784782002