د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې له ۱۱څخه تر۱۴پورې د هرات د ۵ لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له فراه، بادغیس، غور اوهرات-ا اوهرات-ب څخه.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۲۲ مې نیټې ، څخه د اکتوبر تر ۱۱ نیټې پورې دوام کوي د طوفانهریرود لوبډلې استازیتوب وکړي.
د هرات زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
دغه لوبې د هرات ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کېترسره شوي ، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د طوفان هریرود تیم د ۲۶ لوبغاړو فهرست |
||
شمیره | نوم | موقعیت |
۱ | یما یحیی زاده | ګول ساتونکی |
۲ | علی احمد یارزاده | مدافع |
۳ | فرزاد عطائی | مدافع |
۴ | ناصر حلیمی | مدافع |
۵ | نوید نادم | مدافع |
۶ | منان عظیمی | مدافع |
۷ | رفیع بارکزی | د منځني خط لوبغاړی |
۸ | معروف محمدی | د منځني خط لوبغاړی |
۹ | رامز نورزائی | د منځني خط لوبغاړی |
۱۰ | فواد اکر | د منځني خط لوبغاړی |
۱۱ | وحید ندیم | د منځني خط لوبغاړی |
۱۲ | حمیدالله کریمی | بریدکوونکی |
۱۳ | غلام رضا یعقوبی | بریدکوونکی |
۱۴ | سلیم نعیمی | بریدکوونکی |
۱۵ | فرزان ابراهیمی | ګول ساتونکی |
۱۶ | عزت الله حسینی | مدافع |
۱۷ | نقیب الله بهادری | مدافع |
۱۸ | توریالی هاشمی | مدافع |
۱۹ | صفی الله قائمی | مدافع |
۲۰ | علی شاه عزیزی | د منځني خط لوبغاړی |
۲۱ | اسد الله سلطان زاده | د منځني خط لوبغاړی |
۲۲ | شکیب فقیری | د منځني خط لوبغاړی |
۲۳ | نقیب ازادانی | د منځني خط لوبغاړی |
۲۴ | جمعه خان | بریدکوونکی |
۲۵ | مجید کریمی | بریدکوونکی |
۲۶ | فریدون خطیبی | ګول ساتونکی |