د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې له ۱۱څخه تر۱۴پورې د هرات د ۵ لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له فراه، بادغیس، غور اوهرات-ا اوهرات-ب څخه.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې  هرې لوبدلې  د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۲۲ مې نیټې ، څخه د اکتوبر تر ۱۱ نیټې پورې دوام کوي د طوفانهریرود لوبډلې استازیتوب وکړي.

د هرات زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري  مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

دغه لوبې د هرات ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کېترسره شوي  ، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه  هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د طوفان هریرود تیم د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم موقعیت
۱ یما یحیی زاده ګول ساتونکی
۲ علی احمد یارزاده مدافع
۳ فرزاد عطائی مدافع
۴  ناصر حلیمی مدافع
۵ نوید نادم مدافع
۶ منان عظیمی مدافع
۷ رفیع بارکزی د منځني خط لوبغاړی
۸ معروف محمدی د منځني خط لوبغاړی
۹ رامز نورزائی د منځني خط لوبغاړی
۱۰  فواد اکر د منځني خط لوبغاړی
۱۱  وحید ندیم د منځني خط لوبغاړی
۱۲ حمیدالله کریمی  بریدکوونکی
۱۳ غلام رضا یعقوبی  بریدکوونکی
۱۴ سلیم نعیمی  بریدکوونکی
۱۵ فرزان ابراهیمی  ګول ساتونکی
۱۶ عزت الله حسینی  مدافع
۱۷ نقیب الله بهادری  مدافع
۱۸ توریالی هاشمی  مدافع
۱۹  صفی الله قائمی   مدافع
۲۰ علی شاه عزیزی   د منځني خط لوبغاړی
۲۱ اسد الله سلطان زاده   د منځني خط لوبغاړی
۲۲  شکیب فقیری   د منځني خط لوبغاړی
۲۳ نقیب ازادانی   د منځني خط لوبغاړی
۲۴ جمعه خان   بریدکوونکی
۲۵ مجید کریمی   بریدکوونکی
۲۶ فریدون خطیبی  ګول ساتونکی