د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې له ۴ څخه تر۷ پورې د تخارد څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له بدخشان، تخار، کندز او بغلان څخه.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې.
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۲۲ مې نیټې، څخه د اکتوبر تر ۱۱ نیټې پورې دوام کوي د موجهای آمو لوبډلې استازیتوب وکړي.
د د تخار زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
دغه لوبې د تخار ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوي، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د موجهای آمو تیم د ۲۶ لوبغاړو فهرست |
||
شمیره | نوم | موقعیت |
۱ | حزب الله | ګول ساتونکی |
۲ | عتیق الله | مدافع |
۳ | هدایت الله | مدافع |
۴ | حمیدالله | مدافع |
۵ | محمد امین | مدافع |
۶ | قیوم دولت زی | مدافع |
۷ | بصیراحمد | مدافع |
۸ | بشیر احمد | د منځني خط لوبغاړی |
۹ | جبار عرب | د منځني خط لوبغاړی |
۱۰ | قسمت | د منځني خط لوبغاړی |
۱۱ | عبد الرحیم | د منځني خط لوبغاړی |
۱۲ | قیس | د منځني خط لوبغاړی |
۱۳ | کیانوش | د منځني خط لوبغاړی |
۱۴ | حاجی محمد سروش | بریدکوونکی |
۱۵ | لال پادشاه | بریدکوونکی |
۱۶ | محبوب الله | ګول ساتونکی |
۱۷ | مجیب الله | مدافع |
۱۸ | صابر نوری | مدافع |
۱۹ | جواد قاضیزاده | د منځني خط لوبغاړی |
۲۰ | خان محمد | د منځني خط لوبغاړی |
۲۱ | عیسی | د منځني خط لوبغاړی |
۲۲ | عارف | د منځني خط لوبغاړی |
۲۳ | واسع ملکزی | بریدکوونکی |
۲۴ | رحیم الله | بریدکوونکی |
۲۵ | محمد ناصر | بریدکوونکی |
۲۶ | عبد الصبور | ګول ساتونکی |