د ۲۰۱۳ کال د جون میاشتې له ۴ څخه تر۷ پورې د تخارد څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له بدخشان، تخار، کندز او بغلان څخه.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې.

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۲۲ مې نیټې، څخه د اکتوبر تر ۱۱ نیټې پورې دوام کوي د موجهای آمو لوبډلې استازیتوب وکړي.

د د تخار زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

دغه لوبې د تخار ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کې ترسره شوي، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د موجهای آمو تیم د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم موقعیت
۱ حزب الله ګول ساتونکی
۲ عتیق الله مدافع
۳ هدایت الله مدافع
۴  حمیدالله مدافع
۵ محمد امین مدافع
۶ قیوم دولت زی مدافع
۷ بصیراحمد مدافع
۸ بشیر احمد د منځني خط لوبغاړی
۹ جبار عرب د منځني خط لوبغاړی
۱۰  قسمت د منځني خط لوبغاړی
۱۱  عبد الرحیم د منځني خط لوبغاړی
۱۲  قیس د منځني خط لوبغاړی
۱۳ کیانوش  د منځني خط لوبغاړی
۱۴ حاجی محمد سروش   بریدکوونکی
۱۵ لال پادشاه   بریدکوونکی
۱۶ محبوب الله  ګول ساتونکی
۱۷ مجیب الله  مدافع
۱۸ صابر نوری  مدافع
۱۹  جواد قاضیزاده   د منځني خط لوبغاړی
۲۰  خان محمد   د منځني خط لوبغاړی
۲۱ عیسی   د منځني خط لوبغاړی
۲۲  عارف   د منځني خط لوبغاړی
۲۳ واسع ملکزی   بریدکوونکی
۲۴  رحیم الله   بریدکوونکی
۲۵ محمد ناصر   بریدکوونکی
۲۶ عبد الصبور  ګول ساتونکی