د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۲۸ څخه تر ۳۱ پورې د پکتیا د شپگولوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له خوست, لوگر, پکتیا, غزنی, پکتیکا ,میدانوردگڅخه.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي داباسین څپی لوبډلې استازیتوب وکړي.
د پکتیا - گردیز زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
ددغو لوبو لپاره د شپگو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د پکتیا - گردیز له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست |
||
شمیره | نوم | موقعیت |
۱ | بشیر درمان | ګول ساتونکی |
۲ | نسیم افضلی | ګول ساتونکی |
۳ | مقیم | ګول ساتونکی |
۴ | عصمت الله | مدافع |
۵ | عبدالفتاح غفاری | مدافع |
۶ | ایمل افغان | مدافع |
۷ | میرزاگل | مدافع |
۸ | صدیق الله | مدافع |
۹ | عارف زیدان | مدافع |
۱۰ | جانی | مدافع |
۱۱ | رحمت الله | مدافع |
۱۲ | خاضر | مدافع |
۱۳ | عبدالرحیم یعقوبی | د منځني خط لوبغاړی |
۱۴ | بخالد احمد غفاری | د منځني خط لوبغاړی |
۱۵ | رحمت الله | د منځني خط لوبغاړی |
۱۶ | ایمل | د منځني خط لوبغاړی |
۱۷ | شمس | د منځني خط لوبغاړی |
۱۸ | عبدالرقیب | د منځني خط لوبغاړی |
۱۹ | احمد ولی | د منځني خط لوبغاړی |
۲۰ | محمد عارف | د منځني خط لوبغاړی |
۲۱ | عبدالفتاح | د منځني خط لوبغاړی |
۲۲ | فواد | بریدکوونکی |
۲۳ | حشمت الله | بریدکوونکی |
۲۴ | خان | بریدکوونکی |
۲۵ | نور الله | بریدکوونکی |
۲۶ | سید عبید الله | بریدکوونکی |