د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۲۸ څخه تر ۳۱ پورې د پکتیا د شپگولوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له خوست, لوگر, پکتیا, غزنی, پکتیکا ,میدانوردگڅخه.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې  هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي داباسین څپی لوبډلې استازیتوب وکړي.

د پکتیا - گردیز زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري  مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

ددغو لوبو لپاره د شپگو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د پکتیا - گردیز له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم موقعیت
۱ بشیر درمان ګول ساتونکی
۲ نسیم افضلی ګول ساتونکی
۳ مقیم ګول ساتونکی
۴ عصمت الله مدافع
۵ عبدالفتاح غفاری مدافع
۶ ایمل افغان مدافع
۷ میرزاگل مدافع
۸ صدیق الله مدافع
۹ عارف زیدان مدافع
۱۰ جانی مدافع
۱۱ رحمت الله مدافع
۱۲ خاضر مدافع
۱۳ عبدالرحیم یعقوبی  د منځني خط لوبغاړی
۱۴ بخالد احمد غفاری  د منځني خط لوبغاړی
۱۵ رحمت الله  د منځني خط لوبغاړی
۱۶ ایمل  د منځني خط لوبغاړی
۱۷ شمس  د منځني خط لوبغاړی
۱۸ عبدالرقیب  د منځني خط لوبغاړی
۱۹ احمد ولی  د منځني خط لوبغاړی
۲۰ محمد عارف  د منځني خط لوبغاړی
۲۱ عبدالفتاح  د منځني خط لوبغاړی
۲۲ فواد   بریدکوونکی
۲۳ حشمت الله  بریدکوونکی
۲۴ خان  بریدکوونکی
۲۵ نور الله  بریدکوونکی
۲۶ سید عبید الله  بریدکوونکی