د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۱۴ څخه تر ۱۷ پورې د جلال آباد د څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له ملنگجان، شهید قسیم، مهاجرین افغان اولغمان څخه.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د سپین غر بازان لوبډلې استازیتوب وکړي.
د د جلال آباد زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
دغه لوبې د د جلال آباد ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي سراجالعماره کې ترسره شوي ، د دغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د جلال آباد له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست | |||
شمیره | نوم | ځای | لوبډله |
۱ | حکیم مومند | دروازه بان | قسیم شهید |
۲ | عطا محمد پوپل | دروازه بان | قسیم شهید |
۳ | علی | دروازه بان | ملنگ جان |
۴ | سهراب | مدافع | ملنگ جان |
۵ | اجمل پردیس | مدافع | قسیم شهید |
۶ | شیر علی لعلی | مدافع | قسیم شهید |
۷ | سکندر آخند زاده | مدافع | قسیم شهید |
۸ | عبدالهادی صافی | مدافع | قسیم شهید |
۹ | شاهد حسن | مدافع | مهاجرین افغان |
۱۰ | قدرت | مدافع | لغمان |
۱۱ | عبیدالله غبار | مدافع | قسیم شهید |
۱۲ | شفیق الله | مدافع | ملنگ جان |
۱۳ | سیر غضنفری | د منځني خط لوبغاړی | قسیم شهید |
۱۴ | کاووس ځرگند | د منځني خط لوبغاړی | قسیم شهید |
۱۵ | ابهر علی نور | د منځني خط لوبغاړی | قسیم شهید |
۱۶ | فرید احمد دانش | د منځني خط لوبغاړی | ملنگ جان |
۱۷ | هارون سهاک | د منځني خط لوبغاړی | ملنگ جان |
۱۸ | زیارمل | د منځني خط لوبغاړی | لغمان |
۱۹ | ظریف | د منځني خط لوبغاړی | لغمان |
۲۰ | عنایت الله صافی | د منځني خط لوبغاړی | قسیم شهید |
۲۱ | عرفان حبیبی | د منځني خط لوبغاړی | قسیم شهید |
۲۲ | شفیق ایوبی | بریدکوونکی | ملنگ جان |
۲۳ | ایمل نوری | بریدکوونکی | قسیم شهید |
۲۴ | فهیم افگر | بریدکوونکی | قسیم شهید |
۲۵ | گران صافی | بریدکوونکی | ملنگ جان |
۲۶ | زلمی صافی | بریدکوونکی | مهاجرین افغان |