د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۱۴ څخه تر ۱۷ پورې د جلال آباد د څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له ملنگجان، شهید قسیم، مهاجرین افغان اولغمان څخه.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې څخه د ۲۶ تنه ټاکل شوي لوبغاړي په څلورو لوبډلو ویشل شوي وه چې هرې لوبدلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په پریمیرلیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د سپین غر بازان لوبډلې استازیتوب وکړي.

د د جلال آباد زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري  مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

دغه لوبې د د جلال آباد ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي سراجالعماره کې ترسره شوي  ، د دغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه  هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د جلال آباد له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم ځای لوبډله
۱ حکیم مومند دروازه بان قسیم شهید
۲ عطا محمد پوپل دروازه بان قسیم شهید
۳ علی دروازه بان ملنگ جان
۴ سهراب مدافع ملنگ جان
۵ اجمل پردیس مدافع قسیم شهید
۶ شیر علی لعلی مدافع قسیم شهید
۷ سکندر آخند زاده مدافع قسیم شهید
۸ عبدالهادی صافی مدافع قسیم شهید
۹ شاهد حسن مدافع مهاجرین افغان
۱۰ قدرت مدافع لغمان
۱۱ عبیدالله غبار مدافع قسیم شهید
۱۲ شفیق الله مدافع ملنگ جان
۱۳ سیر غضنفری د منځني خط لوبغاړی قسیم شهید
۱۴ کاووس ځرگند د منځني خط لوبغاړی قسیم شهید
۱۵ ابهر علی نور د منځني خط لوبغاړی قسیم شهید
۱۶ فرید احمد دانش د منځني خط لوبغاړی ملنگ جان
۱۷ هارون سهاک د منځني خط لوبغاړی ملنگ جان
۱۸ زیارمل د منځني خط لوبغاړی لغمان
۱۹ ظریف د منځني خط لوبغاړی لغمان
۲۰ عنایت الله صافی د منځني خط لوبغاړی قسیم شهید
۲۱ عرفان حبیبی د منځني خط لوبغاړی قسیم شهید
۲۲ شفیق ایوبی بریدکوونکی ملنگ جان
۲۳ ایمل نوری بریدکوونکی قسیم شهید
۲۴ فهیم افگر بریدکوونکی قسیم شهید
۲۵ گران صافی بریدکوونکی ملنگ جان
۲۶ زلمی صافی بریدکوونکی مهاجرین افغان