د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۷ څخه تر ۱۰ پورې د کابل د څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له شیرپور، شیردروازه ،بالاحصار او تاق ظفر څخه.
د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې له څلورو لوبدلو څخه ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول چې هرې لوبډلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې.
د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.
دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن په غوره لیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د شاهین آسمایي لوبډلې استازیتوب وکړي.
د کابل زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.
دغه لوبې د کابل ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کې چې د افغانستان د فوټبال د فدارسیون ملکیت دی ترسره شوي ، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.
هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :
د کابل له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست | |||
شمیره | نوم | ځای | لوبډله |
۱ | حمیدالله یوسف زی | دروازه بان | شیر پور |
۲ | کاوش حیدری | دروازه بان | طاق ظفر |
۳ | عبدالعلی محمودی | دروازه بان | شیر دروازه |
۴ | مقدر قاضیزاده | مدافع | طاق ظفر |
۵ | سید محمد | مدافع | طاق ظفر |
۶ | مجتبی فیض | مدافع | بالاحصار |
۷ | نجیب فقیر زاده | مدافع | بالاحصار |
۸ | فرشاد میری | مدافع | شیر دروازه |
۹ | سلیم سیفی | مدافع | شیر پور |
۱۰ | زین الدین شریفی | مدافع | شیر پور |
۱۱ | اشرف بابکرخیل | مدافع | طاق ظفر |
۱۲ | جمیل نجرابی | مدافع | شیر پور |
۱۳ | سید مقصود هاشمی | د منځني خط لوبغاړی | طاق ظفر |
۱۴ | پرویز کاظمی | د منځني خط لوبغاړی | شیر پور |
۱۵ | روهید انوری | د منځني خط لوبغاړی | طاق ظفر |
۱۶ | مشعل قیامی | د منځني خط لوبغاړی | شیر دروازه |
۱۷ | خالد حیدری | د منځني خط لوبغاړی | بالاحصار |
۱۸ | محمد احمدی | د منځني خط لوبغاړی | بالاحصار |
۱۹ | محمد آزاد | د منځني خط لوبغاړی | طاق ظفر |
۲۰ | مصطفی هاشمی | د منځني خط لوبغاړی | شیر پور |
۲۱ | عظیم نجفی | د منځني خط لوبغاړی | بالاحصار |
۲۲ | حشمت الله بارکزی | بریدکوونکی | طاق ظفر |
۲۳ | مصطفی افشار | بریدکوونکی | شیر پور |
۲۴ | فرهاد اندر | بریدکوونکی | شیر دروازه |
۲۵ | سمیع محمدی | بریدکوونکی | شیر پور |
۲۶ | امرالدین شریفی | بریدکوونکی | شیر دروازه |