د ۲۰۱۳ کال د مې میاشتې له ۷ څخه تر ۱۰ پورې د کابل د څلورو لوبډلو ترمنځ یو تورنمنټ ترسره شو، دغه لوبډلې عبارت دي له شیرپور، شیردروازه ،بالاحصار او تاق ظفر څخه.

د دغه تورنمنټ د لوبو د مهال ویش پراساس د لومړنۍ دورې له څلورو لوبدلو څخه ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول چې هرې لوبډلې د نورو دریو لوبډلو په وړاندې لوبې ترسره کړې.

د میدان سبز په دوهم پړاو کې چې د روژې په مبارکې میاشت کې به په لاره واچول شي له یادو ۲۶ لوبغاړو څخه  ۱۸ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شي.

دغه لوبغاړي ددې لپاره ټاکل کیږي څو د روشن  په غوره لیګ سیالیو کې چې د ۲۰۱۳ کال د اګست میاشتې له ۷ مې نیټې ، څخه د سپټمبر تر ۷ نیټې پورې دوام کوي د شاهین آسمایي لوبډلې استازیتوب وکړي.

د کابل زون د لوبغاړو ترمنځ سیمه ایز تورنمنټ د افغانستان د فوټبال فدراسیون د تجربه لرونکو او پیاوړو روزنکو له لوري  مخ ته یوړل شو چې په پایله کې یې ۲۶ تنه غوره لوبغاړي وټاکل شول.

دغه لوبې د کابل ښار د فوتبال په مرکزي لوبغالي کې چې د افغانستان د فوټبال د فدارسیون ملکیت دی ترسره شوي  ، ددغو لوبو لپاره د څلورو لوبډلو په سلګونه  هڅونکي او مینه وال راغلي وه څو خپلې د خوښې لوبډلې او لوبغاړي تشویق کړي.

هغه لوبغاړي چې په لومړي پړاو کې ټاکل شوي دي عبارت دي له :

د کابل له سیمې د ۲۶ لوبغاړو فهرست
شمیره نوم ځای لوبډله
۱ حمیدالله یوسف زی دروازه بان شیر پور
۲ کاوش حیدری دروازه بان طاق ظفر
۳ عبدالعلی محمودی دروازه بان شیر دروازه
۴ مقدر قاضیزاده مدافع طاق ظفر
۵ سید محمد مدافع طاق ظفر
۶ مجتبی فیض مدافع بالاحصار
۷ نجیب فقیر زاده مدافع بالاحصار
۸ فرشاد میری مدافع شیر دروازه
۹ سلیم سیفی مدافع شیر پور
۱۰ زین الدین شریفی مدافع شیر پور
۱۱ اشرف بابکرخیل مدافع طاق ظفر
۱۲ جمیل نجرابی مدافع شیر پور
۱۳ سید مقصود هاشمی د منځني خط لوبغاړی طاق ظفر
۱۴ پرویز کاظمی د منځني خط لوبغاړی شیر پور
۱۵ روهید انوری د منځني خط لوبغاړی طاق ظفر
۱۶ مشعل قیامی د منځني خط لوبغاړی شیر دروازه
۱۷ خالد حیدری د منځني خط لوبغاړی بالاحصار
۱۸ محمد احمدی د منځني خط لوبغاړی بالاحصار
۱۹ محمد آزاد د منځني خط لوبغاړی طاق ظفر
۲۰ مصطفی هاشمی د منځني خط لوبغاړی شیر پور
۲۱ عظیم نجفی د منځني خط لوبغاړی بالاحصار
۲۲ حشمت الله بارکزی بریدکوونکی طاق ظفر
۲۳ مصطفی افشار بریدکوونکی شیر پور
۲۴ فرهاد اندر بریدکوونکی شیر دروازه
۲۵ سمیع محمدی بریدکوونکی شیر پور
۲۶ امرالدین شریفی بریدکوونکی شیر دروازه