زهیب، هغه وخت دتیر کال ټورنمنټ دنیمه پایلوبي اتل وپیژندل شو چې هغه خپله لوبډله(دسپین غر بازان)  دمیوند اتلانو په وړاندي بریالۍ کړه.

دا حساسه لوبه دتیر کال په ټورنمټ کې ددې دوو لوبډلو ترمنځ د دریم مقام داخیستلو لپاره ترسره شوه چې دزهیب دي په زړه پوری دفاع په پایله کې دسپین غر بازانو لوبډلي په پینالټي ضربو کې وکولای شول دمیوند اتلانو لوبډلي ته ماته ورکړي.

زهیب په هغه وخت کې دخپلي لوبډلي دویم ګول ساتونکی وو او دا یوازي په رسمي لیګ کې دهغه دریم چانس وو. سږ کال هغه ډیر سخت تمرینونه کړي دی نو له همدی کبله ډاډه دي چې هغه به دلوبډلي دلومړي ګول ساتونکی په توګه وپیژندل شي.

دهغه بشپړ نوم احمد زهیب اصیل ده، ۲۲ کاله عمر لري او دننګرهار ولایت اوسیدونکی ده. هغه جګه ونه لري او دیو تکړه ګول ساتونکی ټولي ځانګړتیاوي لري.

هغه تقریبا ټول ژوند دکډوال په توګه په پاکستان کي تیر کړی او دمکتب دوره یه هم هلته تر سره کړې ده، هغه وویل" کله چې زه دیو نوي ځوان په توګه دخپل ښوونځي لوبډلي ته لوبیدم ددی هیله مي درلوده چه یوه ورځ وکولای شم په خپل ګران هیواد افغانستان کې دفوټبال لوبه وکړم. اما په افغانستان کې دهغه وخت وضعیت ته په کتو سره ما هیڅ فکر نه کاوه چې زه به یوه ورځ په داسي یو مسلکی لیګ کې لوبیږم".

زهیب همدارنګه وویل" دافغانستان روشن غوره لیګ په دویم دور او دسپین غر بازانو دلوبډلي په لوبو کې دګډون په خاطر خپل ځان ډیر بختور ګڼم".

هغه په ۱۳۸۹ کال کې افغانستان ته راستون شو او له هغه وروسته دننګرهار له تکړه لوبغاړو سره دختیځ  فوټبال لوبډلي لپار لوبیږي.

هغه دخپلي کورنۍ له ۱۳ غړو سره دجلال اباد په ښار کې ژوند کوي او وایې." زه ډیر خوښ یم چې داسي یو ملاتړ کوونکې کورنۍ لرم په ځانګړي ډول زما پلار تل زما په زده کړو او دفوټبال په برخه کې له ما څخه ملاتړ کړی ده. زه ددوی له ملاتړ پرته دې ځای ته نشوای رسیدای".

دزهیب دخوښې لوبډله دارسنال لوبډله ده اودهغه دخوښي ګول ساتونکی دریال مادرید پخوانې کپیتان ایکر کاسیلاس ده.

هغه ځوان ، تکړه او ترټولو مهمه دا چې هیله مند دي تر څوخپلو موخو ته ورسیږي او وکولای شي تر څو دافغانستان ملي لوبډلي ته لاره پیداکړي. هغه دښې لوبي دوړاندي کولو په اړه وویل"کله چې زه یو شي ته خپله ټوله پاملنه وکړم نو یا هغه لاسته راوړم او یا هم دبدن ټولي حجرې دهغه دلاسته راوړلو په خاطر ستړې کوم."

دافغانستان روشن غوره لیگ ۱۳۹۴ فصل دوږي په ۵ نیټه دفوټبال فډراسیون په لوبغالي کې پیلیږي.

لوبي په ژوندۍ او ځانګړي ډول له طلوع او لمر ټلویزیونو او همدارنګه ارمان او اراکوزیا راډیوګانو څخه خپریږي. او همدارنګه کولای شي دا لوبي دافغانستان روشن غوره لیګ د یوټیوب په پاڼه هم وګورئ.www.youtube.com/afghanpremierleague