محمد عمران وليزاده، د شاهین آسمایي نوی لوبغاړی، ډېره اوږده لاره ترشا پرېښې ده ترڅو د فوټبال سره خپل شوق او علاقه ښکاره کړي. عمران یو ۱۸ کلن ځوان دی چې د افغانستان روشن په غوره لیګ کې به د کابل د استازې لوبډلې لپاره لوبه وکړي. په اوسني وخت کې هغه د افغانستان له ۱۹ کلونو څخه کم عمر لرونکې لوبډلې لپاره لوبېږي او اوس دا خیال د ځانه سره لري چې د فوټبال ترټولو ستره پیښه، نړیوال جام، کې د افغانستان ملي لوبډلې سره ملتیا وکړي.
د عمران د ماشومتوب یادونه په کابل کې د مجاهدینو د بمغورځونو له وخت سره سمون لري، کله چې هغه او د هغه کورنۍ د ځان د ژغورلو لپاره د ځمکې لاندې پټېدل. اوس هغه د افغانستان په ملي لوبډله کې د لوبېدو او د افغانستان روشن غوره لیګ ستوري کېدو هیله په زړه کې لري.
عمران یوه لویه کورنۍ لري. هغه له خپل پلار او مور، ۵ ورونو او ۱ خور سره ژوند کوي. هغه له ۱۰ کلنۍ څخه د خپل کور مخ ته چې په کارته پروان کې وو، د خپلو وړونو او ګاونډيانو زامنو سره په یوه خاورنیز ډګر کې فوټبال پیل کړ. عمران وايي: « په پیل کې فوټبال ما ته یوازې یوه ساتیري وه مګر ډېر ژر مې پام شو چې په ژوند کې زما یوازینۍ ریښتینې مینه همدا فوټبال ده.»
سربېره پر دې چې هغه لږ عمر لري خو توانېدلی دی چې ډېرې لاستهراوړنې ترلاسه کړي. کله چې هغه د کابل ښار د ملي لوبډلې له ۱۶ څخه کم عمر لرونکي ټاکنیزو جلسو کې ښکاره شو، سم د لاسه یې د روزونکو پام او علاقه ځان ته راواړوله او زیات وخت تېر نه شو چې د افغانستان له ۱۶ څخه کم عمر لرونکو ملي لوبډلې د کپټانۍ مقام یې ترلاسه کړه.
هغه له ۱۶ څخه کم عمر لرونکي ملي لوبډلې د ملګریزو سیالیو لپاره هند او اُردُن ته سفر کړی. «زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې د خپل هېواد په استازیتوب د افغانستان د ملي لوبډلې تر نوم لاندې په نړیوالو لوبغالو کې شتون ولرم او خپلو هېوادوالو ته ویاړ ور په برخه کړم.»
هغه نوی له ښوونځي څخه فارغ شوی او غواړي په پوهنتون کې خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي، همدارنګه هغه ډېر ژمن دی چې خپل د قوټبال تمرینونه ترسره کړي او دې ورزش ته د یو مسلکي فوټبالیسټ په توګه دوام ورکړي. هغه د فوټبال د روزنولۍ د «D» سند لرونکی دی او موخه لري چې په دې رشته کې د مسلکي لوبغاړي په شان د خپلې دورې د پای ته رسولو وروسته، په دې رشته کې د روزونکي په توګه خپل کار ته دوام ورکړي.
شاهین آسمايي د افغانستان روشن غوره لیګ د اتلولۍ سرلیک دفاعکوونکې ده او د دې لوبډلې په پایلني نوملړ کې د ټاکل کېدو چانس لاس ته راوړل، حتا د تجربه لرونکو لوبغاړو لپاره هم یو ګران او ستونزمن کار دی. «له وړاندې څخه پوهېدم چې سیالۍ کول د هغو ټولو لوبغاړو سره چې غواړي د شاهین آسمایي لوبډلې سره یوځای شي، یو ګران کار دی. نو د ټاکنیز پړاو نه مخ کې، ډېره زیاته موده مې د تمرین کولو لپاره ځانګړې کړه او ډاډه وم چې په پایلني نوملړ کې زما نوم راتلونکی دی او همداسې هم وشو.»
څرنګه چې عمران اشاره وکړه، د افغانستان روشن غوره لیګ، د هېواد له ګوډ ګوډ څخه د ټولو فټبالیسټانو د راټولولو لپاره ترټولو مهم ټاپو دی، چېرته چې هغوی کولای شي د اړینو چارواکو پام ځان ته راواړوي. له دې لارې هغوی کولای شي د افغانستان د ملي لوبډلې سره یو ځای شي او خپل فوټبال ته په مسلکي توګه دوام ورکړي. «دا تر ټولو اړین دلیل دی چې زما په شان لوبغاړي، خپل تمرینونه لا زیاتوي تر څو د افغانستان روشن غوره لیګ له اتو لوبډلو څخه په یوې کې وټاکل شي.»
عمران هیلهمن دی چې وکولای شي د ټول افغانستان د ځوانانو لپاره یو غوره مثال شي تر څو هغوی پر خپلو زدهکړو، جسمي روغتیا، او خپل راتلونکې باندې لازیاته پاملرنه وکړي. «له هغه ځایه چې زه د افغانستان روشن غوره لیک یو لوبغاړی یم، او ګڼ شمېر هیلې په ما پورې تړلې دي، باید په پوره توګه هڅه وکړم چې کوم څوک زما څخه ناهیلي نه شي.»
ټاکل شوې ده د ۱۳۹۴ کال افغانستان روشن غوره لیګ، د روان کال د وږي پر ۵ نېټه پیل شي تر څو یو ځل بیا د هېواد په ګوډ ګوډ کې میلیونونو افغانانو ته هیجان او خوشالي ډالۍ کړي