نن چهار شنبه چې د۱۳۹۱ هیجري شمسي کال د تلې د میاشتې له پنځمې نیټې سره سمون خوري د افغانستان غوره لیګ د دویمې اونۍ دوهمه سیالۍ د عقابان هندوکش او طوفان هریرود لوبډلو ترمنځ د افغانستان فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې په پایله کې لوبه څلور د صفر پر وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پاې ته ورسیده.

لوبه چې وروسته له غرمې په درې بجو او دیرشو دقیقو ۳:۳۰ په  ډېر ښکلي موسم کې د زرګونو نندارچیانو پر وړاندې د عقابان هندوکش لوبډلې چې د بامیانو،پنجشېر،دایکندي،پروان او کاپیسا د ورزشکارانو څخه جوړه ده او د طوفان هریرود لوبډله چې د هرات ،غور،بادغیس،فراه او نیمروز له ورزشکارانو څخه جوړه شوې ده ، پیل شوه ،لوبه د نندارچیانو له ډېر تشویق سره ښه ګرمه روانه وه چې د لوبې په دیرشمه دقیقه کې لومړی ګول ، په اوه دیرشمه دقیقه کې دوهم ګول ، په اوه څلویښتمه دقیقه کې دریم ګول د حمیدالله کریمي لخوا ، په دریپنځوسمه دقیقه کې څلورم ګول د غلام رضا یعقوبی لخوا د طوفان هریرود په ګټه ترسره شو.په لوبه کې د طوفان هریرود لوبغاړو ښه وړتیا وښوده او ددغې لوبډلې لوبغاړی  حمیدالله کریمي د لوبې غوره لوبغاړی غوره شو.

دا په داسې حال کې ده چې دافغانستان غوره لیګ د تیرې اونۍ په دوهمه ورځ سیالۍ کې چې د عقابان هندوکش او موجهای آمو لوبډلوتر منځ ترسره شوې وه د لوبې په وروستیو ثانیو کې دوه د دوه پر وړاندې سره مساوي شول.

مګر د نوموړي لیګ د تیرې اونۍ د څلورمې ورځې په سیالۍ کې چې د طوفان هریرود او سیمرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه ،پکې لوبه څلور د یو پر وړاندې د طوفان هریرود په ګټه پاې ته رسیدلې وه.

نیاز محمد احمدزئ