د افغانستان فوټبال فدراسیون نن، د ۱۳۹۷ کال د لړم په لومړۍ نېټه، د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ نیمهپایلني پړاو دوهمې سیالۍ کوربه وو. په دې کتنې کې، طوفان هریرود د اباسین څپې پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه.
د هېواد لوېدیځ زون استازې، طوفان هریرود لوبډلې څخه رحمت الله خیرخواه د لوبې لومړنیو شېبو کې د یو پنالټي شاټ څخه په ګټې اخیستنې د خپل سیال ګول خلاص کړ. له دې ګول سره چې په ۹ دقیقې کې ترسره شو، د طوفان هریرود وړتیا جوته شوه او د اباسین څپې ځینې تکړه لوبغاړي ډېر ترې اغېزمن شوه.
د اباسین څپې لوبه له دې ګول وروسته ډېره ناوړه شوه، په داسې حال کې چې، د ناسم چلند له امله یې نه یوازې دا چې کومه ګټه ترلاسه نه کړه، د نوموړې لوبډلې د دفاعي کرښې لوبغاړي (راشد فروتن) یو ژړ کارټ هم ترلاسه کړ. د دې ګول د جبران لپاره د اباسین څپې ټولې هلېځلې د طوفان هریرود د دفاعي کرښې لوبغاړو او تکړه ګولساتونکي، فیصل حمیدي لهخوا تم شوې.
لومړۍ نیمه د ۱ – ۰ پایلې سره پای ته ورسېدل.
دوهمې نیمې کې، طوفان هریرود خپل بریدونه لا زیات کړل او د یاد لوبډلې لوبغاړو ښه پاسونه یو بل ته وړاندې کړل. د لوبې ۷۱ دقیقې کې روف قادري د خپلې لوبډلې دوهم ګول هم ترسره کړ او له دې سره د طوفان هریرود لوبډلې د پلویانو شور او هیجان په بېسارې توګه زیات شو. څرنګه چې، یوازې ۹ دقیقې وروسته، معروف محمدي دریم ګول هم ترسره کړ او له دې ګول وروسته ډېر ژر د یو بل برید ترتیب کېدنې سره، روف قادري په ۸۱ دقیقې کې خپل دوهم ګول او د خپلې لوبډلې څلورم ګول سر ته ورسوی.
د اباسین څپې لوبډلې څخه فیصل نعیمي او راشد فروتن سره کارټونه ترلاسه کړل، او د نوموړې لوبډلې دوه نور لوبغاړي، جمیل نجرابي، عبیدالله افضلي ژړ کارټونه ترلاسه کړل. د طوفان هریرود څخه غلام رضا یعقوبي، غلام نبي اسحقزی او رحمت الله خیرخواه ژړ کارټونه ترلاسه کړل. روف قادري د دې میدان غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه. لوبه ۵۵ سلنه د طوفان هریرود په واک کې وه.
د دې سیالۍ د غوره شېبو بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼې(www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. د خپل په زړه پورې لوبغاړو او لوبډلو تر ټولو تازه انځورونه د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼې(Afghanpremierleague.official) کې ننداره کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي پېښو په اړه لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.