نن، د ۱۳۹۷ کال د تلې ۲۰ نېټه، له غرمې نه وروسته په ۰۵:۳۰ بجو د افغانستان فوټبال فدراسیون کې یوه بله هیجانوونکې سیالۍ ترسره کېږي. دې سیالۍ کې، د سهیل زون استازي، د میون داتلان، د طوفان هریرود پر وړاندې لوبه ترسره کوي. دا د افغانستان غوره لیګ رحماني بنسټ ډلهییز پړاو اوومه سیالۍ ده.
د غوره لیګ ډلهییز پړاو کې طوفان او میوند، دواړو لوبډلو په خپل لومړني سیالیو کې خپل سیال لوبډلو ته ماتې ورکړه او ۳ امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړل. د نن ورځې سیالۍ کې څرګنده کېږي چې کوم یو سیال د نوملړ په سر کې ځای مومي.
تر اوسه پورې د «ب» ډلې څخه د میوند اتلان او طوفان هریرود لوبډلو خپل ۳ امتیازونه ترلاسه کړي مګر د یاد ګروپ دوې نورې لوبډلې، سیمرغ البرز او عقابان هندوکش هیڅ کوم امتیاز په خپل نامه نه دی ثبت کړی.
عبدالحق فیضي، د میوند اتلان لوبډلې روزونکي وویل: «څرنګه چې تاسو پوهېږی، د میوند اتلان لوبډلې څو ورځې مخ کې د عقابان هندوکش پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه، او وروسته له هغه کومې کمزورتیاوې چې زموږ لوبډلې درلودې، په تېرو درې ورځو کې مو د هغو کمزورتیاوو لهمنځه وړلو او یا کموالې لپاره هلېځلې ترسره کړي. همدارنګه، د طوفان هریرود پر وړاندې مو خپله سیالۍ انالیز کړې، هیلهمن یو چې نن یوه غوره او د مینهوالو د خوښې وړ سیالۍ ترسره کړو. د میوند اتلان لوبډلې ځوانان د نن ورځې سیالۍ لپاره چمتو دي، هیڅ یو لوبغاړی ټپي او محروم شوی نه دی». هغوی زیاته کړه: «تر اوسه پورې د لوبډلې په ترکیب کې هیڅ کوم بدلون نه دی رامنځ ته شوی او ښایي چې، زموږ د نن ورځې ترکیب هم هماغه پخوانی ترکیب وي. په هره توګه، د فوټبال لوبې وړاندوینه، په هماغې اندازې چې ګران کار دی، د روزونکي له نظره سم کار هم نه دی، مګر دا ډېره حساسه او برخهلیک ټاکونکې سیالۍ ده. طوفان هریرود هم د لیګ یو له تر ټولو غوره لوبغاړو څخه ده. دا سیالۍ د دواړو لوبډلو لپاره ډېره اړینه او برخهلیک ټاکونکې ده، دواړې لوبډلې هڅه کوي تر څو دې سیالۍ کې امتیازونه ترلاسه کړي او موږ هم په بشپړه توګه چمتووالې لرو تر څو وکولای شو د نن ورځې سیالۍ کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړو او وکولای شو امتیازونه یې په خپل نامه ثبت کړو».
د میوند اتلان او طوفان هریرود تر منځ سیالۍ په ژوندۍ بڼه د طلوع او لمر ټلویزونونو، او همدارنګه د آرمان او آراکوزیا اف ام راډیوګانو له لارې خپرېږي. د دې سیالۍ د غوره شېبو کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ رسمي یوټیوب پاڼې (www.youtube.com/afghanpremierleague) کې ګډون وکړئ. همدارنګه تاسو کولای شئ د خپل په زړهپورې لوبغاړو او لوبډلو انځورونه د لیګ اېنسټاګرام پاڼې (Afghanpremierleague.official)کې ننداره کړئ. د لازیاتو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د افغانستان غوره لیګ وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړي.