د هېواد د شمال زون استازې، د سیمرغ البرز لوبډلې د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې نیمهپایلني پړاو کې د ګډون چانس ترلاسه کړ. په پرلپسې توګه دا دوهم ځل دی چې سیمرغ البرز لوبډله نیمهپایلني پړاو ته لاره مومي. سیمرغ البرز د خپل سیال، د میوند اتلان پر وړاندې د نن ورځې سیالۍ د ۱ – ۱ پایلې سره پای ته ورسول او د تېرو څلورو امتیازونو په اضافه یې یو بل امتیاز هم ترلاسه کړ.
دا د افغانستان غوره لیګ شپږم څپرکې ډلهییز پړاو لسمه سیالۍ وه چې نن، د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۵ نېټه د افغانستان فوټبال فدراسیون سټوډیوم کې په لاره واچول شوه.
سیمرغ البرز ډېر ژر د لومړۍ نیمې په اووهمې دقیقې کې د یو ګول سره لوبې ته په خپلې ګټې بدلون ورکړ. یاد ګول د سیمرغ غوره لوبغاړي، فرهاد عادل ترسره کړ مګر دې ټکې ته پاملرنې سره چې تمه نه کېدل د لوبې لومړی ګول سیمرغ ترسره کړي، دا پایله ډېره موده و نه ځنډېدل.
د میوند اتلان لوبډلې هم د لوبې لومړني ګول څخه یوازې ۴ دقیقې وروسته یو ګول ترسره کړ او پایله یې مساوي کړه. دا ګول یار محمد ذکرخېل، د اتلان تکړه لوبغاړي ترسره کړ. د لوبې په دوام کې، د میوند اتلان لوبډلې په پرلپسې توګه ګڼشمېر بریدونه ضایع کړه او په همدې توګه د هغو سیال هم د خپل فرصتونو څخه کومه ګټه پورته نه کړه او لومړۍ نیمه د ۱ – ۱ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدل.
دوهمې نیمې کې هم لوبه ډېره کراره پر مخ ولاړه او هیڅ یوې لوبډلې و نه شو کولای د خپل سیال پر وړاندې کوم ګول ترسره کړي. د سیمرغ البرز د لوبغاړو شوټونه په پرلپسې توګه د هغو د سیال ګول څخه ډېر لرې رد شوه او یا هم د میوند د دفاعي کرښې لهخوا تم شوه. بلې خوا ته، د اتلان نامتو بریدکوونکي، امرالدین شریفي او فیض محمد فیضي هم بریالي نه شول چې د خپل برید ځانګړې تلنلاره غوره کړي.
د دې نېکمرغه مساوي پایلې سره، اتلان خپلې سیالې لوبډلې، سیمرغ البرز ته نیمهپایلني پړاو کې د ګډون چانس برابر کړ، په داسې حال کې چې د میوند اتلان هم خپل شپږ امتیازونه حفظ کړه او اوس ټاکل شوې چې په نیمهپایلني پړاو کې لوبه ترسره کړي.
دواړو لوبډلو ۵۰ سلنه توپ او لوبه په واک کې درلودل. فرزاد عطایي، د میوند اتلان دفاعکوونکي د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي ډالۍ ترلاسه کړه.
د ډلهییز پړاو سیالیو په دوام کې، سبا د ۱۳۹۶ کال د وږې په ۶ نېټه، د «الف» ډلې څخه، د سپینغر بازان په یوې ژوندۍ سیالۍ کې د خپل سیال عقابان هندوکش پر وړاندې لوبېږي.
د دې سیالۍ بشپړ کلیپ نندارې لپاره د افغانستان غوره لیګ یوټیوب پاڼه (www.youtube.com/afghanpremierleague) تعقیب کړئ. د خپل په زړهپورې لوبډلې د تر ټولو تازه انځورونو د نندارې لپاره د غوره لیګ اېنسټاګرام پاڼه (Afghanpremierleague.official) لایک کړئ. د غوره لیګ د راتلونکي بهیرونو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د لیګ رسمي وېبپاڼې (www.afghanpremierleague.com) ته مراجعه وکړئ.